لښکرګاه(پژواک، ١٨ لړم٩٢): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې څلور وسله وال طالبان د ماين خښولو پرمهال په چاودنه کې وژل شوي دي.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انګار د لړم په ١٨مه پژواک ته وويل، دغه پېښه له غرمې وروسته د ګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې رامنځ ه شوې ده.
ده په خبره،په دې سيمه کې پوليسو عمليات پيل کړي، وسله والو غوښتل چې د پوليسو د عملياتو د مخيوي په موخه په لاره کې ماينونه ځاى پرځاى کړي ، خو خپل ماين پرې چاودېدلى.
قوماندان زياته کړه، دوى په دې وروستيوکې دامنيت د ټينګښت په موخه له نورو امنيتي ارګانونو سره ګډ پلانونه جوړکړي،چې له تېرې اونۍ راهيسې په دې ولايت کې يوه امنيتي پېښه هم نه ده شوې.
بلخوا د مارجې ولسوالۍ ځايي اوسيدونکي وايي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى، چې په ترڅ کې يې درې سيمه يز پوليس وژل شوي دي.
په دې اړه امنيتي مسوولينو څه نه دي ويلي.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يو سف احمدي وايي، چې په نادعلي او موسى کلا ولسواليو کې يې د ماين په چاودنوکې ګڼ شمېر بهرنيو او کورنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې، خو په ګرشک کې يې پر خپلو ملګرو د ماين چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن