ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د څلورو ولسواليو خلک د رايې کارت اخيستو ته لاسرسى نه لري

9 Nov 2013 - 15:59
9 Nov 2013 - 15:59

پل علم( پژواک، ١٨ لړم ٩٢): د لوګر اوسېدونکي او د ټاکنو دکمېسيون چارواکي وايي، چې په   څلورو ولسواليو کې خلک د رايې ورکولو  کارت اخيستلو ته لاسرسى نه لري.

په لوګر کې د ټاکنو سيمه ييز دفتر  مشر نعمت الله وردګ وايي، چې تر دې مهاله په لوګر کې ٢٢ زره تنو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي، چې ٥٠٠٠ يې مېرمنې دي.

نوموړى زياتوي، په دې ولايت کې اته مرکزونه فعال دي، خو د بره کي برک،څرخ،خروار او ازرې ولسواليو اوسېدونکي د مرکزونو د لريوالي له امله کارت اخيستلو ته لاسرسى نه لري.

وردګ وايي، د ازرې، خروار ، څرخ او بره کې برک په ولسواليو کې د امنيتي ستونزو له امله خلک نه شي کولاى د ولسواليو مرکز  ته د کارت اخيستلو لپاره ورشي.

هغه زياته کړه، په مرکز پل علم، محمداغې او خوشي ولسواليو کې يې ګرځنده مرکزونه هم پرانېستي، چې خلک وکړاى شي په اسانه د رايې ورکولو کارتونه واخلي.

 هغه زياته کړه، تر  ټولو مهم د ټاکنو په اړه د خلکو پوهاوى دى، خو له بده مرغه په ناامنه او ډيرو نورو سيمو کې خلک د ټاکنو په ګټو او ارزښت نه پوهيږي.

 د څرخ ولسوالۍ اوسيدونکى عبدالحبيب وايي، چې د ده په څېر ډىرى کسان د کارتونو د وېش له مرکزه نه دي خبر او نه يې په اړه معلومات لري.

 هغه وايي، د ټاکنو په ارزښت پوهيږي او زړه يې غواړي، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي، خو په دې نه دى خبر، چې کارت چېرته واخلي.

 د بره کي برک ولسوالۍ د سجاونډ اوسېدونکى رحيم الله هم وايي، چې د کارتونو د وېش تر پيل مخکې بايد خلکو ته معلومات ورکول شوي واى، خو دوى يې په اړه هيڅ معلومات نه لري.

 نوموړى زياتوي، سيمه يې ډير نفوس لري، خو د مرکز د لريوالي او نا امنۍ له امله خلک نه شي کولاى کارت واخلي او په ټاکنو کې ګډون وکړي.

 د خروار يو اوسېدونکى محمد ګل هم وايي، له کلي د ولسوالۍ تر مرکزه يو ساعت لاره ده ، چې د موټر ١٥٠ افغانۍ کرايه کيږي، له دې امله نشى کولاى ډيرى خلک د کارت اخيستلو مرکز ته ورشي.

 د لوګر د ډيرى سيمو خلک غواړي، چې دوى ته دې  نږدې سيمو کې د رايې ورکولو دکارتونو مرکزونه جوړ شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version