کابل (پژواک ١٨ لړم ٩٢): په راتلونکو دوو کلونو کې به د ٢٨ ميليونو ډالرو په لګښت په شپږو ولايتونو کې اته سړې خونې جوړې شي.
د يادو سړو خونو د جوړولو هوکړه ليک، نن د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير او د افغان د سړو خونو شرکت ((Afghan cooling construction company ترمنځ لاسليک شو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير محمداصف رحيمي په يوه خبري ناست کې وويل، يادې سړې خونې د دغه وزارت د پراختيايي بوديجې په لګښت په نړيوالو معيارونو جوړېږي.
د هغه په وينا، درې سړې خونې په کابل او پنځه نورې به په کندهار، بلخ، ننګرهار، هرات او کندوز ولايتونو کې ورغوي.
رحيمي زياته کړه، يادې ټولې سړې خونې به د يوې ټولګې په بڼه جوړې شي، چې د پروسس، تړلو، مينځلو، اداري جوړښت، د برېښنا ځاى، د جنراتور کوټه، د ساتنې برجونه، د اوبو زېرمه تون، د وسايطو لپاره ځاى، د تېلو پمپ او نور ډېر تخنيکي سيستمونه او مرکزونه ولري.
د کرنې وزير د معلوماتو له مخې، هره يوه سړه خونه به د پنځه زره ټنو سبزيجاتو او مېوې د ځاى پر ځاى کولو وړتيا ولري او په راتلونکو ٢٣ مياشتو کې به ورغول شي.
نوموړي زياته کړه، په کابل کې درې سړې خونې به د عمده پلور مارکېټ درلودونکې هم وي.
د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ خونې عامل محمد قربان حقجو هم، د دغه تړون د لاسليکولو پر مهال د يادو سړو خونو په اړه وويل، سړې خونې د هېواد د باغ لرونکو او بزګرانو بنسټيزې اړتياوې دي.
هغه زياته کړه: “افغانستان يو کرنيز هېواد دى او د کرنيزو توليداتو په برخه کې تر ټولو لوى ګواښ د سړو خونو ستونزې دي.”
د حقجو په وينا، د سړو خونو نه شتون د دې لامل شوى، چې د هېواد کرنيز محصولات يواځې د يوه موسم لپاره وکارول شي، خو په نورو درېيو موسمونو کې تازه مېوه او سبزي نه شي پيدا کېداى.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې عامل مشر څرګنده کړه، دغه ستونزه د دې لامل شوې، چې افغانستان د خپلې اړتيا وړ مېوې او سبزيجات د کال په نورو موسمونو کې له نورو هېوادونو وارد کړي.
د هغه په وينا، اوسمهال افغانستان هرکال له هېواد بهر د دوه سوه ميليونو ډالرو په ارزښت مېوه او سبزيجات بېلابېلو هېوادونو ته صادروي او د سړو خونو د ډېروالي پر مهال به د هېواد صادرات تر يو ميليار ډالرو ته لوړ شي.
خو د کرنې وزير محمداصف رحيمي وويل، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې له ١٥سوو څخه ډېرې سړې خونې رغول شوي او د مېوې او سبزيجاتو په ساتلو کې تر يوه بريده پرمختګ شوى دى.
خو نوموړي ومنله، چې د سړو خونو د کمښت او د پلور لپاره د ښه بازار نه شتون په اړه ډېر شکايتونه شته، نورو سړو خونو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي او د يادو مرکزونو شمېر کافي نه دى.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن