ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا له پوځي اډو سره مخالفت وشو

18 Nov 2013 - 18:45
18 Nov 2013 - 18:45

کابل (پژواک ٢٧ لړم ٩٢): د متعهدو ځوانانو د همغږۍ ټولنې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو له قضايي خونديتوب او پوځي اډو سره مخالفت وکړ.

د يادې ټولنې ګډونوالو په کابل کې نن په يوه غونډه کې وويل، چې له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک د هېواد خپلواکي او ملي حاکميت تر پوښتنې لاندې راولي.

د متعهدو ځوانانو د همغږۍ ټولنې غړي محمد حسن حقيار وويل، له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک، په افغانستان کې د سيمې هېوادونو او د امريکا د مخالفينو لاسوهنه زياتوي او امريکا به هم په افغانستان کې د خپل شتون له لارې د سيمې هېوادونه تر ګواښ لاندې راولي.

خو حکومت وايي، په ياد تړون کې د هېواد ملي ګټې، حاکميت او خپلواکي په نظر کې نيول شوې او دغه امنيتي سند به د سيمې او ګاونډيو هېوادونو لپاره کوم ګواښ نه وي.

حقيار وويل، که چېرې حکومت دغه تړون له امريکا سره لاسليک کړي او امريکايي سرتېرو ته دايمې اډې او قضايي خونديتوب ورکړي، نو هېڅکله به هم خلکو ته د منلو وړ نه وي او د مدني حرکتونو د لا زياتوالي لامل به شي.

طالبانو هم د مشورتي لويې جرګې د ترسره کولو او د امنيتي سند د لاسليکولو پر وړاندې مخالفت کړى او دوه ورځې وړاندې يې په کابل کې د لويې جرګې سيمې ته څېرمه ځانمرګى بريد تر سره کړ. په دغه پېښه کې د ملکي وګړو په ګډون ١٣ کسان ووژل شول او له ٣٠ ډېر ټپيان شول.

افغانستان او امريکا د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې، د امنيتي سند د لاسليک په اړه، چې له ٢٠١٤زېږديز کال وروسته د امريکايي ځواکونو د شتون څرنګوالى په کې څرګند شوى، خبرې کړې دي.

په دې وروستيو کې دواړه هېوادونه د ياد هوکړه ليک په اړه مهمو مسايلو ته رسېدلي دي، خو افغان حکومت غواړي، چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته د قضايي خونديتوب په اړه جنجالي پرېکړه د خلکو استازو او مشورتي لويې جرګې ته وړاندې کړي.

د غونډې يوه بل ګډونوال استاد نجيب، د دغه ډول تړونونو لاسليک د خلکو د حقونو پر وړاندې لويه جفا وبلله او ويې ويل: هغه جرګه، چې د حکومت له لوري تر سره کېږي، د ملي شورا د شتون په حال کې هېڅ ډول قانوني حيثيت نه لري.”

خو حکومت وايي، د مشورتي لويې جرګې پايلې به د ولسمشر له توشېح وروسته، ملي شورا ته د باور رايې په موخه ورولېږي.

د نجيب الله په باور، له امريکا سره ياد تړون له پخوا لاسليک شوى او د لويې جرګې رابلل يواځې د خلکو په سترګو کې د خاورو د شيندلو په مانا دى.

خو حکومت بيا وايي، په ياده جرګه کې به د خلکو استازي او مشران د امنيتي سند په اړه، چې د هېواد او خلکو په ګټه دى، يواځې مشوره ورکړي او ښې پايلې به ولري.

ټاکل شوې، مشورتي لويه جرګه د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند پر سر د خبرو په موخه، د شاوخوا ٢٥٠٠ تنو په ګډون په کابل کې تر سره شي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version