ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپينه ماڼۍ: د امنيتي سند په متن کې د بدلون امکان نشته

23 Nov 2013 - 11:51
23 Nov 2013 - 11:51

کابل (پژواک ٢ ليندۍ ٩٢): سپينه ماڼۍ وايي، چې له افغانستان سره د امنيتي سند په متن کې هېڅ بدلون او نه هم د دغه سند په لاسليک کولو کې ځنډ راتلى شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تېره اونۍ په ٢٢ مخونو کې او پر ٢٦ مادو مشتمل د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند متن خپور کړ.

د امريکا او افغانستان تر منځ پر دغه امنيتي سند وروسته له هغه ناندرۍ راپورته شوې چې په دې اړه  راغوښتل شوې مشورتي لويې جرګې ته په پرانيستونکې وينا کې ولسمشر کرزي اعلان وکړ، چې دغه سند به له راتلونکو ټاکنو وروسته لاسليک کېږي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه (د ٢٠١٤ د اپرېل ٥مه) ترسره شي.

پرون د مشورتي جرګې ځينو ګډونوالو د ياد امنيتي سند په ځينو مادو کې د تعديل او بدلون غوښتنې کړې وې.

خو سپينه ماڼۍ د ياد  سند د متن په مادو کې د هر ډول بدلون او تعديل امکان رد کړ.

د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، د امنيتي سند کوم متن چې لويې مشورتي جرګې ته وړاندې شوې، پر هغې د افغانستان او امريکا دولتونو موافقه کړې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ باوري يو، چې تر خبرو اترو وروسته د يوه ښه سند وړانديز مو افغان لوري ته کړى دى.))

د کارني په وينا، افغانستان بايد د ٢٠١٣ زېږديز کال تر پايه مخکې په دې اړه خپل دريځ څرګند کړى، ځکه چې دا به د امريکا او متحدينو لپاره ستونزمنه وي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د خپل شتون په اړه پلانونه جوړ او تطبيق کړي.

د سپينې ماڼۍ وياند وايي، چې دوى پر افغان لوري په ډاګه کړې، چې د ٢٠١٣ کال تر پايه مخکې پر امنيتي سند لاسليک غواړي.

د هغه په وينا، که چېرې په دغه کال کې ونه شي، نو بيا د دغه سند عملي کېدل ناشونى دى.

بلخوا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين سپاکي هم ويلي، چې دوى ژر تر ژره پر دغه سند لاسليک غواړي او ځنډ په کې دوى ته د منلو نه دى.

نوموړې په يوه خبري غونډه کې وويل، د افغان لوري له دې ډول څرګندونو معلومېږي چې هغوى نه غواړي له امريکا او متحدينو سره په راتلونکي کې ښې اړيکې ولري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version