ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ولسمشر دې د امنيتي سند د لاسليک په برخه کې خپلې خوښې ته پرېښودل شي”

17 Dec 2013 - 16:25
17 Dec 2013 - 16:25

کابل (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٢): د مشرانو جرګې ځيني غړي وايي، چې له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک په په برخه کې بايد پر ولسمشر حامد کرزي فشار رانه وړل شي او خپلې خوښې ته پرېښودل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکايي چارواکو په ګډون ځيني افغان سياستوال او د ملي شورا غړو په وار، وار له ولسمشره غوښتي، چې هر څه ژر دې له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي.

په دې اړه د ليندۍ په لومړيو کې جوړې شوې مشورتي جرګې هم له ولسمشر څخه وغوښتل، چې دغه تړون ژر لاسليک کړي.

خو کرزي د رڼو ټاکنو ترسره کېدل، د افغانانو کورونو ته د بهرنيو ځواکونو نه ننوتل او په افغانستان کې د سولې ټينګښت د دغه تړون د لاسليک لپاره د شرطونو په توګه وړاندې کړي دي.

په مشرانو جرګه کې نن هم پر دې موضوع بحث وشو.

په دې جرګه کې د پکتيکا استازي خان محمد خاګي وويل، چې د امنيتي تړون د لاسليک کولو په برخه کې بايد افغان ولسمشر ته کافي وخت ورکړل شي.

هغه زياته کړه: ((خپله رييس جمهور په دې ښه پوهېږي، چې څه وخت دغه تړون لاسليک کړي؛ امريکايان او نور سياسي مشران بايد پر کرزي صاحب فشار رانه وړي، چې امنيتي تړون لاسليک کړي.))

خاګى وايي، ولسمشر بايد دا تړون تر هغه لاسليک نه کړي، څو يې شرطونه نه وي منل شوي.

په ياده جرګه کې د بلخ استازې فريده کوچۍ هم ورته نظر لري او وايي، چې په دې برخه کې بايد پر ولسمشر فشار رانه وړل شي ځکه چې د دغه تړون لاسليک ژور فکر ته اړتيا لري.

هغې زياته کړه: ((خپله جمهور رييس صاحب پوهېږي، چې څه وخت يې امضا کړي تر هغه يې چې علم نه وي راغلى نه يې دې امضا کوي او امريکا وايي، چې يو وزير دې دغه تړون امضا کړي که وزير يې امضا کړي په والله چې اول زه جزا ورکړم، وزير څوک دى يو سناتور هومره صلاحيت هم نه لري.))

په ياده جرګه کې د کابل استازى خالقداد بلاغي وايي، چې امريکا د ياد تړون د لاسليک په برخه کې دوه مخى

سياست لري.

هغه زياته کړه: ((يوه ورځ وايي، چې کرزى يې دې امضا کړي، بله ورځ بيا وايي، چې له راتلونکي رييس جمهور سره يې امضا کوو، دا نو څه دوه مخى سياست دى.))

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري تېره ورځ ويلي وو، چې امنيتي سند به يا له ولسمشر حامد کرزي او به يې تر راتلونکو ټاکنو وروسته د هغه ځاى ناستى لاسليک کړي.

په مشرانو جرګه کې د دايکنډي استازى سيدمحمد ناصري په دې اند دى، چې د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي تړون نه شي کولاى، چې د افغانستان حالات ښه يا خراب کړي.

هغه وايي: ((په دې معنى نه ده چې که تړون امضا نه شي دلته به لوږه ډېره شي؛ که تړون امضا هم شي بيا به هم همدا له ستونزو ډک حالت وي.))

ناصري وايي، چې د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي تړون د اسلامي اصولو خلا ف دى، بايد لاسليک نه شي.

په ياده جرګه کې د کندهار استازى بسم الله افغانمل هم وايي، چې د امنيتي تړون د لاسليک په برخه کې بايد له بېړې کار وانه خيستل شي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل، افغان حکومت بايد د امنيتي تړون په برخه کې له مقابل لوري

سره بحثونه وکړي ترڅو دغه تړون د افغانستان په ګټه تمام شي.

دوې ورځې وړاندې د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړو ويلي وو، چې ولسمشر کرزى بايد هر څه ژر امنيتي تړون لاسليک کړي، ځکه چې د دغه تړون په لاسليک کې ځنډ هېواد له ستونزو سره مخ کوي.

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د دې جرګې يو شمېر نورو غړو ويل، چې په هېواد کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره امنيتي حالات سم نه دي.

دوى ويل، چې د ټاکنو لپاره بايد لازم امنيت برابر شي، څو خلک وکولاى شي په ټاکنو کې ونډه واخلي.

د جرګې رييس مسلميار وويل، چې د مشرانو جرګې غړي بايد پر حکومت فشار راوړي، څو د ټاکنو لپاره لازم امنيت برابر کړي.

د کورنيو چارو وزارت چارواکو څو ځلې ويلي، چې خپلې وروستۍ هڅې کوي تر څو په هېواد کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره لازم امنيت برابرکړي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version