کندهار (پژواک ١١ مرغومى ٩٢): د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ چاڼيز عمليات کړي او پر مهال يې د ځانمرګو بريدونو ٦ واسکټونه، يو شمېر وسلې او يو وسله وال نيول شوي دي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د يادې ولسوالۍ په اسحاقزو کلي کې شوي دي.
هغه زياته کړه، په عملياتو کې د ځانمرګو بريدونو ٦ واسکټونه، ١ ثقيل ماشيندار، ١ راکټ، ١ د وسايطو ضد ماين او ١ موټرسايکل نيول شوي دي.
دى وايي، د دغو توکو په تړاو يو تن شکمن هم نيول شوى، چې پلټنې ورڅخه پيل شوې دي.
د ده په خبره، په عملياتو کې امنيتي ځواکونه له کوم مقاومت سره نه دي مخ شوي او نه هم چا ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړى زياتوي، په دې ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا ګډ عمليات له تېرو څو ورځو راهيسې پيل شوي، تر څو د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيول شي او د سيمې امنيت خوندي شي.
دغه راز د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ په کچه اباد سيمه کې يو ماين د پوليسو له لوري کشف او شنډ شوى دى.
فيصل وويل، د دې تر څنګ په دغه ولسوالۍ کې پوليسو د پلټنې پر مهال ١٠ پارسله چرس هم تر لاسه کړي، خو په تړاو يې څوک نه دي نيول شوي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د يادو شويو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې په کندهار او هلمند ولايتونو کې د ملي اردو ٦ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي ، په نوزاد او کندهار ولايتونو کې څلور نور ژوبل شوي دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن