ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو سناتورانو د ټاکنو لپاره پر جدي امنيتي تدابيرو ټينګار وکړ

7 Jan 2014 - 14:39
7 Jan 2014 - 14:39

کابل (پژواک ١٧ مرغومى ٩٢): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي د ټاکنو د امنيت په اړه اندېښمن دي او وايي، چې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره بايد جدي امنيتي تدابير ونيول شي.

د مشرانو جرګې نننۍ عمومي غونډه د راتلونکې وري مياشتې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو د امنيت په اړه بحث ته ځانګړې شوې وه.

په ياده غونډه کې د فراه استازي ګل احمد اعظمي وويل، چې په هېواد کې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د لازم امنيت شتون ډېر اړين دى.

د هغه په اند، د دې لپاره چې بهرنيان هم له افغانستان سره د ټاکنو د امنيت په تامين کې مرسته وکړي، په کار ده، چې افغانستان له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکايي چارواکو په ګډون ځينې افغان سياستوالو او د ملي شورا غړو په وار وار له ولسمشره غوښتي، چې هر څه ژر له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي.

په دې اړه د ليندۍ په لومړيو کې جوړې شوې مشورتي جرګې هم له ولسمشر څخه وغوښتل، چې دغه تړون ژر لاسليک کړي.

خو کرزي د رڼو ټاکنو ترسره کېدل، د افغانانو کورونو ته د بهرنيو ځواکونو نه ننوتل او په افغانستان کې د سولې ټينګښت د دغه تړون د لاسليک لپاره د شرطونو په توګه وړاندې کړي دي.

اعظمي وايي، چې افغان امنيتي ځواکونه بايد سر له اوسه د ټاکنو د امنيت لپاره د اړينو تدابيرو نيول پيل کړي.

هغه زياته کړه: ((په دې نه کېږي، چې يواځې د يوې ورځې لپاره امنيت ونيول شي او ټاکنې دې هم رڼې وې.))

په ياده جرګه کې د بدخشان استازې ګلالۍ اکبري هم وايي، چې د ډېرو ولايتونو په ګڼ شمېر ولسواليو کې لازم امنيت نشته او خلک نه شي کولاى، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

هغې زياته کړه: ((د کانديدانو او رايه ورکوونکو لپاره ډېره ستونزمنه ده،چې له لازم امنيت پرته په ټاکنو کې ګډون وکړي.))

اکبري له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو د امنيت لپاره لازم تدابير ونيسي.

په ياده جرګه کې د کابل استازي خالقداد بلاغي هم وايي، چې تر اوسه د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره په هېواد کې امنيت نه دى تامين شوى.

هغه زياته کړه: ((هېڅ يو کانديد همدا اوس نه شي کولاى، چې په ارامه زړه له خلکو سره وګوري او له خپلو راتلونکو پلانونو يې خبر کړي.))

دى وايي، چې امنيتي ارګانونه بايد هر څه ژر د ټاکنو د امنيت په اړه د ملي شورا غړو ته معلومات ورکړي.

خو په مشرانو جرګه کې د کاپيسا استازي مولوي محى الدين منصف وايي، چې يواځې حکومت نه شي کولاى د ټاکنو لپاره امنيت تامين کړي.

هغه زياته کړه، چې د ديني عالمانو ترڅنګ عام خلک هم بايد له حکومت سره د ټاکنو د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي.

په ياده جرګه کې د کونړ استازي محمد امين ساپى وايي، چې هرومرو بايد په هېواد کې ټاکنې ترسره شي، ځکه دې ټاکنو ته خلک ډېر هيله من دي.

خو ساپى وايي، چې د وسله والو مخالفينو ترڅنګ ګاونډي هېوادونه هم هڅې کوي، چې په افغانستان کې امنيتي ستونزې پيدا کړي، څو وکولاى شي په ټاکنو کې لاسوهنې وکړي.

د جرګې يو شمېر نورو غړو هم د ټاکنو د امنيت په اړه اندېښنې درلودې او له حکومت څخه يې د جدي امنيت د ټينګښت غوښتنه کوله.

د کورنيو چارو وزارت د لړم په ٧مه ويلي وو، چې د رايې ورکولو له ٦٨٤٥ مرکزونو څخه ٣٤٣٥ مرکزونه په عادي حالت کې دي، ٩٤٥ نور مرکزونه يې د ټيټې کچې له ګواښونو، ١٠٧٤ مرکزونه د منځنۍ کچې له ګواښونو او ١١٣٢ نور يې له ډېرو ګواښونو سره مخ دي.

د يادې ارزونې له مخې، د دولت د مخالفينو تر واک لاندې ولسواليو کې ٢٥٩ نور مرکزونه نه دې پرانيستل شوي.

خو دغه وزارت وايي، چې د ټاکنو د امنيت په اړه نوى راپور بشپړ شوى او تر دوو ورځو به يې خپور او د ټاکنو کمېسيون ته وسپاري.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، چې امنيتي چاراکي د ټاکنو امنيت د ټينګښت په برخه کې مبالغه کوي.

دى وايي، چې په امنيتي چارواکو بايد فشار راوړل شي، تر څو په هېواد کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره لازم امنيت برابر کړي.

مسلميار وايي، چې په افغانستان کې د سياسي واک د انتقال لپاره يواځينۍ لار د ټاکنو ترسره کېدل دي او ټاکنې بايد پر خپل وخت ترسره شي.

ټاکل شوده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په (١٦مه) ترسره شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version