ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف د پروان پر پېښه خواشيني څرګنده کړې

16 Jan 2014 - 12:14
16 Jan 2014 - 12:14

کابل-چاريکار (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٢ ): ايساف په پروان ولايت کې د ګډو عملياتو پر مهال د ملکي وګړو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې، خو ويلي يې دي، چې ساحه يې د وسله والو له ګواښ څخه پاکه کړې ده.

پرون د پروان چارواکو ويلي وو، چې د غوربند درې په سياه ګرد ولسوالۍ کې د افغان او ايساف ځواکونو د ګډو عملياتو پر مهال ګڼه مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکو ويلي وو، چې په يادو عملياتو کې ايساف هوايي بمبار هم کړى چې له امله يې شپږ ملکي وګړي، تر ١٢ ډېر طالبان، يو د ملي اردو سرتېرى او يو د ايساف سرتېرى وژل شوي دي.

خو په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په يادو عملياتو کې يواځې دوه عام وګړي وژل شوي دي.

ايساف د عامو وګړو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې او زياته کړې يې ده، چې دغه عمليات د يوه پلان له مخې د افغان ملي ځواکونو په مشرۍ ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې له عملياتو موخه په سيمه کې د وسله والو مخالفينو ځپل و، چې په دې وروستيو کې يې په پراخه کچه فعاليتونه ترسره کړل.

ايساف وايي، چې په دې سيمه کې مېشتو وسله والو مخالفينو پر بګرام هوايي ډګر ترسره شوو بريدونو کې هم لاس درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولايت او ولسوالۍ چارواکي لا د مخه د دغو عملياتو په اړه په جريان کې شوي وو.

سرچينې ويلي، چې په سيمه کې مېشتو وسله والو له حقاني سره اړيکې درلودې، چې په کې د پروان لپاره د مخالفينو مرستيال والي قاري نظر ګل هم شامل و.

ايساف زياته کړې، چې د عملياتو پر مهال ګډ ځواکونه د وسله والو تر بريد لاندې راغلل چې له امله يې د ايساف يو سرتېرى ووژل شو، ګډو ځواکونو ځوابي بريد وکړ چې تر ١٠ ډېر وسله وال او دوه عام وګړي ووژل شول.

ولسمشر حامد کرزي دغه عمليات غندلي او يوه پلاوي ته يې دنده سپارلې چې په جدي توګه يې وڅېړي.

د ارګ له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملياتو کې يوه ښځه او ٧ ماشومان وژل شوي او ځيني نور ژوبل شوي دي.

خو د پروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ نن پژواک ته وويل، چې په سياه ګرد ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملياتو کې دوه ښځې او دوه ماشومان وژل شوي او درې نارينه ټپيان دي.

هغه زياتوي، چې په دغو عملياتو کې ١٤ طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپيان دي، چې ټپيان ګډو ځواکونو نيولي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version