ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ٨٠ سلنه ښاريان د څښاک اوبو د نه شتون له ستونزې سره مخ دي

24 Jan 2014 - 09:42
24 Jan 2014 - 09:42

 کندهار (پژواک ٤ سلواغه ٩٢): د کندهار ښار اوسېدونکي د څښلو پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکايت کوي او وايي، چې د ښار په ځينو سيمو کې يا خو د اوبو خوند خراب دى او يا هم د اوبو کچه دومره ټيټه شوې، چې په اسانه يې نه شي را ايستلاى.

 که څه هم د ښار ځينو سيمو ته د اوبو نلونه غځول شوي، خو خلک وايي مياشتې او ان کلونه کېږي چې يو څاڅکى اوبه په کې نه دې راغلې.

 د کندهار ښار ختيځ لور د ميرويس مېنې يوه اوسېدونکي محمداسلم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پنځه کاله مخکې يې سيمې ته د پاکو اوبو نلونه غځول شوي، خو په دغو نلونو کې يواځې دوې مياشتې اوبه راغلې او وروسته بندې شوې.

 هغه زياته کړه، د اوبو د نشتوالي له امله خلک اړ شوي چې په خپلو کورونو کې برمې ووهي، خو په دې برخه کې بيا ستونزه دا ده چې د اوبو کچه ټيټه شوې او هغوى مجبور دي ان تر ٥٠ مترو پورې څاه ګان وکني تر څو د څښلو لپاره اوبه په کې پيدا شي.

 دى وايي، که خلک په خپلو کورونو کې برمې هم ووهي، خو بيا ستونزه د برېښنا ده چې د نشتوالي له امله يې خلک نه شي کولاى د جنراتورونو په وسيله اوبه راوباسي.

 د نوموړي په وينا، د يادو ستونزو له امله د سيمې ډېرې اوسېدونکي د ټانکرونو اوبه پېري چې له ولسواليو راوړل کېږي او پر هغوى يو ټانکر تر ٣٠٠ افغانيو پورې پلورل کېږي.

 د کندهار ښار د پنځلسمې ناحيې اوسېدونکي نجيب احمد بيا د اوبو د تريو والي او د خوند د خرابوالي له مله يې شکايت کوي او وايي، چې که څه هم دې سيمې ته د اوبو نلونه نه دي غځېدلي، خو خلکو په خپلو کورونو کې برمې وهلې، خو ستونزه دا ده چې د اوبو خوند سخت خراب دى او د څښلو نه دي.

 نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((زموږ په سيمه کې د اوبو خوند تريو او خراب دى، موږ ويرېږو که له دغو اوبو د څښلو لپاره ګټه واخلو نو مريضان به شو.))

 دى زياتوي، که څه هم د ورځني ژوند په نورو چارو کې له همدغو اوبو استفاده کوي، خو د څښلو لپاره بيا منرال اوبه رانيسي، چې دغه کار د هر چا په وس پوره نه دى.

 هغه وايي، هره ورځ له ٤ تر ٥ سوه افغانۍ د منرال اوبو په رانيولو لګوي، چې د هغه لپاره ډېره ګرانه تمامېږي.

 نوموړى د کندهار له چارواکو غوښتنه کوي، چې د يوه منظم پلان له مخې دې د ښاريانو لپاره د اوبو د نلونو غم وخوري.

 يادې ستونزې ته په پام، د کندهار ولايتي اداره په پام کې لري، چې د څښلو پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه له دهلې بند څخه د اوبو نلونه ښار ته وغځوي.

 که څه هم په کندهار کې له دهلې بند څخه د اوبو د يوې مهمې زېرمې په توګه د کرنيزو ځمکو او باغونو د خړوبولو لپاره کار اخيستل کېږي، خو اوس چارواکي پلان لري، چې له دغه بند څخه کندهار ښار ته د څښلو لپاره د اوبو نلونه هم وغځوي او له دې لارې د کندهار ښار د اوسېدونکو د څښلو د پاکو اوبو اړتيا پوره کړي.

 د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولايتي ادارې په دې اړه له يو شمېر مرستندويه ادارو سره خبرې کړې دي.

 هغه ومنله چې د کندهار ښار ډېر اوسېدونکي د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري، خو دى وايي چې که جوړه شوې طرحه عملي شي، نو د کندهار ښار د شمالي او ځينو نورو برخو د اوسېدونکو ستونزې به حل شي.

هغه زياته کړه، که څه هم تر دې مهاله د دې پروژې لګښت معلوم نه دى، خو هڅه کوي چې د مرستندويه ادارو په مرسته دغه پلان عملي کړي او خلکو ته د څښلو پاکې اوبه ورسوي.

 بلخوا د کندهار ولايت د اوبو رسولو رييس انجنير عبدالوهاب ترابي وايي، چې د ښار ځينو برخو ته يې د څښاک لپاره د پاکو اوبو نلونه غځولي، خو ستونزه دا ده چې خلک د اوبو لګښت نه ورکوي.

 هغه پژواک اژانس ته وويل، نه يوازې پر ملکي وګړو، بلکې پر دولتي ادارو يې هم ميليونونه افغانۍ قرض پاتې دى، ځکه کلونه کېږي چې د اوبو بېلونه يې نه دي تحويل کړي.

 نوموړى دا مني چې د کندهار ښار ٨٠ سلنه اوسېدونکي د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري، خو وايي، څنګه کېداى شي چې په تش لاس دومره زياتو خلکو ته د څښاک اوبه ورسوي، په داسې حال کې چې مرکزي اداره نه عادي او نه هم پرمختيايي بوديجه ورکوي.

 د اوبو رسولو رييس د لويي ويالې او ميرويس مېنې د ستونزو په اړه وايي، ‎د دغو سيمو زيات کورونه لوړ او په غير پلاني ډول جوړ شوي او د نلونو له لارې ورته اوبه نه شي رسېدلاى.

 خو هغه د نهمې ناحيې د ٥٠٠٠ کورونو لپاره د څښلو د پاکو اوبو د شبکې د برابرولو خبره وکړه او ويې ويل، چې کار يې روان دى، خو ټينګار يې وکړ، چې که خلک د اوبو پيسې ور نه کړي، نو هغوى خلکو ته اوبه نه شي رسولاى.

 د کندهار د چاپېريال ساتنې رياست مسوولين بيا وايي، په کم واټن کې د اوبو د برمو وهلو، د فاضله موادو لپاره د ژورو څاه ګانو کيندلو له امله نه يوازې په ډېرو سيمو کې د اوبو خوند خراب کړى، بلکې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه يې ټيټه کړې ده.

 د چاپېريال ساتنې رييس غلام محمد روشن وايي، که حالت همداسې دوام وکړي، نو ډېر ژر به تر ځمکې لاندې اوبه نورې هم کښته شي او بيا به د څښلو اوبه نه پيدا کېږي.

 تر دې وړاندې د ښار شمالي څنډو پرېمانه اوبه درلودې، خو اوسېدونکو يې اوبه نه سپمولې او بې ځايه يې مصرفولې چې له امله يې په دې سيمه کې اوبه کمې شوې دي.

 په دې سربېره د ښار سوېلي برخه کرنيزو ځمکو نيولې ده چې هغه هم په چټلو اوبو خړوبېږي او له همدې امله يې اوس اوبه ترخې شوې دي او د ښار د ختيځې سيمې اوبه بيا د فاضله موادو د ژورو څاګانو له امله چټلې شوې دي.

 اوس يوازې د ښار لوېديځه څنډه پاتې ده چې اوبه يې د څښلو جوګه دي، خو که هلته هم د اوبو په کارولو کې پاملرنه و نه شي، ښايي اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ شي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version