کابل (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٢): د هېواد په سوېل لوېديځ ولايت نيمروز کې د ماين د چاودنې له امله د ملي اردو ٧ سرتېري ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د معلوماتو له مخې،دغه مرګ ژوبله نن پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ کې رامنځته شوه.
تر دې دمه د يادې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
دلارام د نيمروز د مرکز زرنج ښار په ٢١٤ کيلومترۍ کې موقعيت لري او نبستا ناامنه ولسوالي ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن