کندهار (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٢): د کندهار والي له امنيتي ځواکونو څخه د کانديدانو د امنيت د خونديتوب غوښتنه وکړه.
يادې څرګندونې نن د سلواغې په ٢٣مه، د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د کندهار د امنيت شورا په اوونيزه غونډه کې وکړې.
نوموړي وويل، امنيتي ځواکونو د ټاکنو د پروسې د خونديتوب په موخه په کندهار ښار او ولسواليو کې عمليات کړي او د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه يې نيولې ده.
هغه له امنيتي ځواکونو وغوښتل، چې د کانديدانو او د هغوى د کمپاين کوونکو د امنيت د خونديتوب په موخه دې هم پراخې هلې ځلې وکړي.
نوموړي په دې برخه کې د کانديدانو له کمپاين کوونکو او کارکوونکو هم وغوښتل، چې د خپل امنيت د خونديتوب په موخه دې خپل ځانونه له ولايتي ادارې سره ثبت کړي، ترڅو امنيتي ځواکونه وتوانېږي د هغوى امنيت خوندي کړي.
والي د کانديدانو له کمپاين کوونکو وغوښتل، چې د کمپاينونو پر مهال دې د ښار ښکلا او پاکۍ ته پاملرنه وکړي او اړوند پوسټرونه دې په ناسمو ځايونو کې نه لګوي.
په دې اړه د کندهار ښاروال قاضي محمد عمر عمر وويل، چې د ټاکنو د کمپاينونو لپاره يې په وړيا ډول په ښار کې بېلابېل ځايونه د پوسټرونو او بيلبورډونو نصبولو لپاره ځانګړي کړي دي.
په غونډه کې د بېلابېلو امنيتي ارګانونو مسوولينو وويل، چې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه د هغوى عمليات دوام لري، په روانه اوونۍ کې يې يو شمېر وسله وال له منځه وړي او ګڼ چاودېدونکي توکي او مهمات يې هم نيولي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن