ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار والي: نوماندان باید له کمپایني غونډو ۲۴ ساعته مخکې امنیتي ارګانونه جریان کې کړي

10 Oct 2018 - 16:21
10 Oct 2018 - 16:21

کندهار (پژواک، ۱۸ تله ۹۷): د کندهار والي وايي، نوماندان دې له کمپایني غونډو جوړولو ۲۴ ساعته مخکې امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړي څو امنیت یې خوندي کړای شي.

هغه خبر ورکړ، که کاندیدان داسې و نه کړي نو د هرې ممکنې پېښې مسوولیت به د دوی پر غاړه وي.

د کندهار والي زلمی ویسا دغه څرګندونې له هغه وروسته کوي چې تېره ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ولسي جرګې د یوه کاندید صالح محمد اڅکزي په کمپاین غونډه کې ځانمرګی برید وشو چې د ده په ګډون په کې ۸ تنه ووژل شول او ۱۱ نور ټپيان شول.

نوموړي چې د ولایت مقام په اوونیزه امنیتي غونډه کې یې خبرې کولې وویل، کاندیدان دې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د لويو غونډو او کمپاينونو پر مهال ۲۴ ساعته مخکې امنيتي ارګانونه خبروي چې امنیت یې خوندي کړي او هغوی کولای شي په ډاډه زړه خپلې برنامې تر خلکو ورسوي.

هغه زیاته کړه، که کاندیدان په دې برخه کې ناغېړي وکړي نو د هرې پېښې د کېدو مسوولیت به یې په غاړه وی.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د ولسي جرګې ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او امنيتي ارګانونه دې پر ځانګړو پلانونو کار وکړي څو د دښمن د هر ډول خرابکارۍ او ورانکارۍ مخنیوی یې کړی وي.

هغه د امنيتي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې خپلې قرارګاوې، امنیتي پوستې او کاري ټيمونه تقويه کړي څو د ټاکنو په ورځو کې ولس له ستونزې او وېرې پرته په ټاکنو کې برخه واخلي.

د یادونې ده چې تر دې مهاله په کندهار کې د کاندیدانو ټاکنیزې سیالۍ او کمپاینونه په د امن به فضا کې روان دي.

د افغانستان دټاکنو د خپلواک کمېسيون You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version