ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

٣٠٠ کيلوګرامه چرس له دوو تنو سره يوځاى ونيول شول

19 Feb 2014 - 18:17
19 Feb 2014 - 18:17

 کندهار (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٢): د کندهار چارواکي وايي، چې د دې ولايت په ژېړۍ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٣٠٠ کيلوګرامه چرس نيول شوي دي.

 د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چرس د يادې شوې ولسوالۍ په پاشمول کلي کې په يوه کور کې نيول شوي دي، چې تر خاورو لاندې پټ کړل شوي وو.

 هغه زياته کړه، په عملياتو کې د ٣٠٠ کيلوګرامه چرسو ترڅنګ يوه اندازه د کلاشينکوف او ثقيل ماشيندار مرمۍ هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.

 دى وايي، د دغو توکو په تړاو دوه شکمن وګړي هم نيول شوي، چې پلټنې ورڅخه روانې دي.

 بل پلو، په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د عملياتو پر مهال ٥ وسله وال مخالفين وژلي او ٣٢ کړۍ بېلابېل ماينونه يې کشف او شنډ کړي دي.

 له يادې شوې قوماندانۍ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عمليات په ميوند او پنجوايي ولسواليو کې شوي، چې پر مهال يې د ميوند په ګلن کيچه سيمه کې مخامخ جګړه شوې، چې په کې ٥ وسله وژل شوي او درې ماينونه کشف او شنډ شوي دي.

 د دې تر څنګ د پنجوايي ولسوالۍ په موشان او کنوزي سيمو او د ژيړۍ ولسوالۍ په عظيم جان کارېز کې ٢٩ ماينونه کشف او له منځه وړل شوي دي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنيتي ځواکونو د دې تر څنګ په پنجوايي ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل هم کشف او له منځه وړى او دغه راز يو کلاشينکوف، ٤ شاجورونه، څلور کړۍ بېلابېل ماينونه او نور نيول شوي دي.

 دغو ځواکونو په ورته توګه د شاوليکوټ ولسوالۍ په عليزي، چمن، خرني، برلاس، ساده او يو شمېر نورو کلو کې هم چاڼيز عمليات کړي او ١٠ ماينونه يې له منځه وړي دي.

 د کندهار ولايت په لېرې پرتو سيمو او ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى کېدونکي د سړک غاړې ماينونه لوى ګواښ ګڼل کېږي، چې نه يواځې امنيتي ځواکونو، بلکې ملکي وګړو ته هم ډېره مرګ ژوبله اړوي.

 په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو چارواکي وايي، د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې شوي عمليات د چمتو ٢ په نوم پلان شوي، چې موخه يې د ټاکنو د امنيت خونديتوب او د خلکو پر وړاندې په ماينونو د پوښل شوو لارو خلاصول دي.

 هغوى وايي، دغه عمليات به په سوېل کې په پر له پسې توګه د ټاکنو تر مهاله روان وي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version