ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ختېځ کې د زلمي رسول، سياف او شېرزي په ملاتړ غونډې وشوې

19 Feb 2014 - 16:47
19 Feb 2014 - 16:47

 جلال اباد، اسعد اباد (پژواک٣٠سلواغه٩٢): په ننګرهار او کونړ کې د ولسمشرۍ د درېيو کانديدانو، سياف، زلمي رسول او شېرزي په ملاتړ غونډې وشوې.

 په ننګرهار ولايت کې د استاد عبدالرب رسول سياف او محمد شفيق ګل اغا شېرزي په ملاتړ د سلواغې په ٣٠مه، دوه بېلابېلې غونډې ترسره شوې.

 د استاد عبدالرب رسول سياف غونډه، چې د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ جوړه شوې وه، زرګونو کسانو پکې ونډه اخيستې وه.

 ګډونوالو په يوه خوله د سياف ملاتړ کاوه او ويل يې چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوموړى وړ کانديد دى.

 د مشرانو جرګې رييس  غونډې ته  وويل، چې استاد عبدالرب رسول د نړۍ په کچه يو لوى عالم شخصيت دى او د افغانستان لپاره په دې حساسو شېبو کې نوموړى يو وړ او تر ټولو ښه مشر ګرځيدلى شي.

 مسلميار زياته کړه : (( د استاد برنامه د اسلامي اصولو په چوکاټ کې برابره برنامه ده.))

 دى وايي ، چې استاد سياف د افغانستان په ازادۍ کې له خپله سره تېر دى او د جهاد په دوره کې  په خپله په سنګر کې جنګيدلى دى.

 د مشرانو جرګې رييس ټول ننګرهاريان په ټاکنو کې ونډې اخيستنې ته راوبلل او زياته يې کړه، چې ټول هېوادوال بايد په ټاکنو کې ونډه  واخلي.

 نوموړي وويل: (( بايد په ټاکنو کې ونډه واخلو که برخه وانخلو، نو هېڅ کله به برى حاصل نه کړو.))

 په ياده غونډه کې د ننګرهار ګڼ شمېرقومي مشرانو،سپين ږيرو، علماوو او د تورخم د ګمرک  پوليسو قوماندان هم ګډون کړى و.

 همداراز په جلال اباد کې د ولسمشريزو ټاکنو د کانديد محمد شفيق ګل اغا شېرزي په ملاتړ هم سلګونو ځوانانو غونډه جوړه کړې وه.

 په ختيځ کې د ځوانانو د شورا مشر نوراغا ځواک پژواک اژانس ته وويل ، چې په ننګرهار کې ياده غونډه د ځوانانو په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.

 دى وايي: (( جناب شېرزى، ټولو ته معلوم شخص دى، دلته يې په ننګرهار کې هم ولايت کړى او بريالى ترې وتلى دى.))

 دى وايي، چې له ګل اغا شېرزي څخه تر اخره ملاتړ کوي او دوى  له هغه غواړي ،  هېڅ کوم کانديد ته تېر نه شي.

 ځواک وويل: (( سياست ډګر کې تېرېدنه او ودريدنه شته، خو موږ له نوموړي ملاتړ کوو.))

 د ځوانانو د ټولنې يوه بل غړي نوراغا نوراني پژواک ته وويل ،چې ولسمشرۍ ته  کانديد ګل اغا شېرزى د سولې او بيارغونې اتل دى.

 دى زياتوي ، چې نوموړى د افغانستان لپاره يو ښه رييس جمهور کېدلى شي او د ده په وجود کې افغانستان ښايي له اوسنيو ستونزو او کړاونو ووځي.

 د يوه بل خبر له مخې، نن په کونړ ولايت کې د سلګونو تنو په ګډون د ولسمشرۍ د بل کانديد ډاکټر زلمي رسول په ملاتړ غونډه وشوه.

 د ولسي جرګې غړى او د زلمي رسول د کمپاين مسوول حاجي سخي مشواڼي پژواک ته وويل ، چې په دې غونډه کې تر ٣٠٠ پورې کسانو برخه اخيستې وه.

 هغه زياته کړه ، د غونډې ګډونوالو په يوه خوله پرېکړه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې زلمي رسول ته رايه ورکړي.

 د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه په هېواد کې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو لپاره ټاکنې ترسره کيږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version