غزني ښار (پژواک دکب لومړۍ نېټه ۹۲) : د غزني والي له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې په دې ولايت کې د اسلامي ثقافت د پروګرام د نمانځلو پر مهال له بريدونو او جګړو ډډه وکړي.
موسى خان اکبرزاده نن ديادو مراسمو په لړ کې ديوې غونډې پر مهال وويل، چې په هېوادکې جګړه د وسله والو طالبانوپه ګټه نه، بلکې د نورو هېوادونوپه ګټه ده.
د نوموړي په وينا، وسله وال طالبان بايد پر دې وپوهيږي،چې ددې جنګ ګټه دوی ته نه، بلکې نورو کسانوته رسېږي.
د غزني والي له وسله والوطالبانو وغوښتل ، د۲۰۱۳ کال په مراسموکې چې دکب د مياشتې په څلورمه نېټه ترسره کېږې دخپل ځان وياړ وبولي اوپه دې ورځ باندې له جنګ څخه لاس واخلي.
هغه له طالبانو وغوښتل، چې پر ياده ورځ د غزني خلک دې پرېږدي، چې دغه ورځ په يوه ارامه فضاکې ونمانځي.
خو نوموړي داهم وويل ، هېچا ته به اجازه ورنه کړي ، چې په دې ورځ ګډوډي رامنځته کړي.
غزني د ليبيا په طرابلېس ښا رکې داسلامې هېوادونو د غونډې پر مهال په ٢٠١٣ کال کې د اسلامي هېوادونو دپلازمېنې په توګه نومول شوى و، تېر کال يې لومړني مراسم ترسره شوي، خو لوى مراسم يې د کب په څلورمه ترسره کېږي .
بلخوا ددې ولايت چارواکي وايي، چې د کب د څلورمې مراسمو لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني ښارپه ټولو سيمو کې امنيتي ځواکونه ځای پرځای شوي او هېڅ شکمن تن ته به اجازه ورنه کړي ، چې غزني ښار ته ننوځي.
هغه زياته کړه، هغو کسانو ته چې کارت ونه لري ښار ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي .
زاهد وايي، چې وسله وال طالبان اوس د مخامخ جګړې توان نه لرې، بلکې اوس غواړي چې له نورو لارو خپلو موخو ته ځان ورسوي .
امنيه قوماندان وايي، چې د ښار په څلورو کمربندونوکې امنيتي ځواکونه ځای پرځای شوي او له پوليسو يې وغوښتل چې د خلکو له ځورونې لاس واخلي.
د غزني والي پژواک ته وويل، چې په يادو مراسمو کې د ګډون لپاره د غزني شپږ زرو ښاريانو ته يې د ګډون کارتونه ورکړي دي.
د هغه په وينا، په ياده ورځ به د ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو وزيران او استازي د افغانستان د حکومت له مرکزي مشرانو سره يو ځاى ګډون کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن