غزني ښار (پژواک ۱۰ تله ۹۳): د غزني ولايت والي وايي چې وسله والو طالبانو د کابل- کندهار پر لويه لاره او د غزني په بېلابېلو نورو لارو ماينونه ځاى پر ځاى کړي دي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د غزني ګيلان، مقر، اندړ، ګيرو او د غزني ښار ته پر راغلو لويو لارو باندې ماينونه خښ کړي دي.
هغه زياته کړه چې وسله وال طالبان اوس مهال مخامخ نښته نه شي کولای او له دې لارې اوس غواړي چې خپل جنګ پر مخ بوځي.
اکبرزاده وويل چې د دغو ماينونو په چاودنو کې ډېره ملکي وګړو مرګ ژوبله اوړي او دغه لارې تر ډېر د ملکي وګړو د تګ راتګ لپاره دي.
والي وايي چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو د ګيلان په ولسوالۍ کې پنځه غټې بوشکې چې له چاودېدونکو توکو ډکې وې، له منځه وړې دي.
هغه زياتوي چې وسله والو طالبانو د غزني ښار د اسفندې په سيمه کې په داسې حال کې ماينونه خښ کړي چې له دې سيمې د کابل– کندهار لويه لاره تېره شوې او هره ورځ سلګونه موټر پرې تګ راتګ کوي.
د غزني د ګيلان ولسوالۍ د شينکۍ سيمې يو اوسېدونکی روح الله وايي چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر لويو لارو کې لسګونه ماينونه اېښي دي.
نوموړي پژواک ته وويل چې تېره ورځ هم د ماين په يوه چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د غزني د اندړو ولسوالۍ يو اوسېدونکی عبدالله هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر لويولارو ماينونه خښ کړي دي.
د هغه په وينا، وسله والو خلکو ته ويلي چې له خپلو کورونو دې نه راوځي، دا په داسې حال کې چې ماينونه په داسې سيمو کې ځاى پر ځاى شوي چې ملکي وګړي پرې تګ راتګ کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن