ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ ماين خښوونکي د خپلو ماينونو په چاودنو کې ووژل شول

16 Jul 2012 - 15:14
16 Jul 2012 - 15:14

غزني ښار (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩١): چارواکي وايي، چې د غزني په بېلابېلو سيمو کې شپږ ماين خښوونکي د خپلو ماينونو د چاودنې له امله وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند سباوون د چنګاښ په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د غزني ښار اړوند د پيرزادې په سيمه کې څلور ماين جوړوونکي د خپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول.

د هغه په وينا، دغه کسان هغه مهال ووژل شول، چې په يو کور کې يې له چاودېدونکو توکو څخه ماينونه جوړول او يو ماين پرې وچادېد.

دى وايي، ماين جوړوونکو غوښتل چې ماينونه جوړ کړي او د غزني په بېلابېلو سيمو کې يې د لارو پر سر ځاى پر ځاى کړي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه راز نن غزني د ګيلان ولسوالۍ د متې په سيمه کې پر دوو ماين خښوونکي ماين چاودلى او دواړه يې وژلي دي.

سباوون وويل، دغو دوو کسانو غوښتل، چې د متې په سيمه کې تر يوه پول لاندې ماينونه خښ کړي، چې د خښولو پر مهال پرې وچادېد او دواړه يې ځاى پر ځاى ووژل.

د ده په خبره، په دواړو پېښو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى او مړي يې هم د پېښو په سيمه کې پاتې دي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې دوه ورځې مخکې د غزني د ملي امنيت منسوبينو درې تنه له ١٠٠ کيلو چاودېدونکو توکو سره نيولي وو، چې غوښتل يې له دغو توکو ماينونه جوړ کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version