ميدان ښار (پژواک ، د کب لومړۍ نېټه٩٢): د ميدان وردګو ولايت د لرو پرتو سيمو اوسېدونکو په بېلابېلو سيمو کې د ټاکنېزو حوزو د زياتوالي غوښتنه کړې ده.
ددغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال احمدفهيم قايم د کب په لومړۍ نېټه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل،چې د بېلابيلو ولسواليو او سيمو تر ١٠ زره زياتو اوسېدونکو ورڅخه غوښتنه کړې ده، چې په سيمو کې يې بايد د رايې ورکولو سايټونه زيات شي.
قوماندان قايم وايي: (( د ميدان وردګو ولايت په ټولو سيمو کې د رايې مرکزنه خلاص دي او هيڅ يو يې هم نه دى تړلى ،ولې په ځينو سيمو کې تر يوې کچې تهديدونه شته دي.))
په ميدان وردګ ولايت کې ١٦٠ د رايې ورکولو مرکزونه شته ، خو د چارواکو د څرګندونو بر خلاف ځايي خلک اندېښنه ښيي، چې په ځينو سيمو کې د رايې ورکولو مرکزونه د وسله والو له لوړ تهديد سره مخ دي.
خو د دغه ولايت امنيه قوماندان وايي، په هغه سيمو کې، چې د رايې مرکزونه له تهديد سره مخ وي عمليات به په کې ترسره کړي.
نوموړي وويل، په دې تړاو يې له امنيتي ارګانو سره خبرې کړي او تر ټولټاکنو مخکې په دغو سيمو کې عمليات ترسره کړي.
امنيه قوماندان له پژواک سره په دغه مرکه کې هغه سيمې ونه ښودې ، چې ټاکنيزې حوزې په کې تر تهديد لاندې راتلاى شي.
هغه په ورته مهال وويل ، چې اوس هم په ميدان وردګو ولايت کې د وسله والو په لټه ژمني عمليات روان دي ، خو د هغې پايلې يې له پژواک سره شريکې نه کړې.
امنيه قوماندان په دغه مرکه کې زياته کړه : (( په ميدان وردګو کې د کانديدانو د کمپاينونو لپاره پوره امنيتي تدابېر نيول شوي او هر کانديد کولاى شي، چې دغه ولايت ته د ټاکنېزو سياليو لپاره سفر وکړي.))
په ورته مهال د کب په لومړۍ نېټه د ميدان وردګو ولايت د مقام له دفتر پژواک ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې ددغه ولايت د بهسودو،جلريز او سيداباد ولسواليو يو شمېر اوسېدونکو ترې په دغو ولسواليو کې د رايې مرکزونو د زياتوالي غوښتنه کړې ده.
په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې په دې تړاو غونډه کې د ميدان وردګو ولايت د ټاکنو کمېسيون رييس ويلي ، چې د ځايي خلکو دغه غوښتنه نه شي پوره کولاى.
ټاکل شوې ، چې راتلونکې ټولټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري ١٦مه نېټه ترسره شي، خو د چارواکو له خوا د امنيت په تړاو له ډاډ سره سره ځايي خلک اندېښنه لري ، چې په ځينو سمو کې به وسله وال طالبان د ټاکنو بهير له ننکونو سره مخ کړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن