ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې ٢٣ ټاکنيز مرکزونه د نا امنۍ له ګواښ سره مخ دي

20 Feb 2014 - 13:41
20 Feb 2014 - 13:41

ګردېز (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٢): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د رايې اچونې ٢٣ مرکزونه د وسله والو له لوى ګواښ سره مخ دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په پکتيا کې د رايې اچونې ۲۱۲ مرکزونه دي، چې له ډلې يې ۲۳ له لوى امنيتي ګواښ مخ دي ، خو وايي چې تر ټاکنو مخکې به يې د امنيت په ښه والي کې هڅې وکړي.

نوموړی وايي: ((د دغو مرکزونو د امنيت ساتلو لپاره د ګډو ځواکونو له خوا عمليات پيل شوي او د رايې اچونې تر ورځې به معلومه شي، چې د څومره مرکزونو امنيت ټينګېدلی شي.))

د اورياخېل په وينا، له دغو مرکزونو يې درى په جاني خېلو، دوه په سيدکرم، يو په ځاځي اريوب، يو لجه منګل او پاتې نور په زرمت ولسوالۍ کې دي.

امنيه قوماندان وايي، د رايې د مرکزنو له دغه ګواښ سره سره د پکتيا په نورو سيمو کې د امنيت په برخه کې کومه خاصه ستونزه نه لري او په پوره امنيت کې به ټاکنې ترسره شي.

د پکتيا ولايت د يو شمېر ولسواليو امنيه قوماندانان هم په خپلو ولسواليو کې د امنيت خبره کوي، چې ټاکنې به په امنيت کې ترسره شي.

د وزي ځدارڼ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال اعتبار شاه شينواري پژواک ته وويل: ((موږ په سيمه کې له قومي مشرانو سره خبرې کړې او ډاډ يې راکړی دی، چې د ټاکنو په بهير کې به ورسره مرسته کوي.))

نوموړی وايي، اوس مهال په ولسواليو کې ملي پوليس، ملې اردو، ملي امنيت او نورې امنيتي ادارې شته، چې ټول يې د ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

له بلې خوا په پکتيا ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس رحمت الله حقمل هم وايي، چې د يادو مرکزونو امنيتي ګواښونه به راټيټ شي.

حقمل وايي: ((کمېسيون چمتو دی څو هغه سايټونه، چې له تهديد څخه خلاص شي ټول اړين توکي او کارکوونکي به ور ولېږو.))

شاوخوا دوه مياشتې مخکې په پکتيا کې د ټاکنو کمېسيون کابو د رايې اچونې د پنځوسو مرکزونو د لوړ تهديد خبر ورکړی و، خو هغلته د افغان پوځيانو له لوري تر عملياتو وروسته ولايتي چارواکو اعلان وکړ، چې دغه ګواښونه راټيټ شوي دي.

که څه هم د چارواکو له خوا د ټاکنو پر مهال د پوره امنيت ډاډ ورکړل کېږي خو لا هم عام وګړي په ټاکنو کې له ممکنه امنيتي پېښو اندېښنه لري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version