ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“چين د امنيتي سند په اړه د افغان حکومت پرېکړې ته احترام لري”

22 Feb 2014 - 17:26
22 Feb 2014 - 17:26

کابل (پژواک ٣ کب ٩٢): چين له امريکا سره د امنيتي سند د لاسليکولو په برخه کې د افغان حکومت له پرېکړې هرکلى کړى او ويلي يې دي، چې د کابل-واشنګټن د اړيکو پراختيا بايد د افغانستان له ملي حاکميت او خپلواکۍ سره مرسته وکړي او د سيمې مشروعيت په کې په پام کې ونيول شي.

د چين د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره په ليدنه کې، له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ترڅنګ، له امريکا سره د امنيتي سند د لاسليک، د امنيتي مسووليتونو د سپارلو پروسې، راتلونکو ټاکنو، د سولې پروسې، د بهرنيو ځواکونو د ايستلو او د دواړو هېوادو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو په اړه له يوه بل سره خبرې وکړې.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي، له دغې ناستې وروسته د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي سند د لاسليک په اړه په دغه ګډه خبري غونډه کې وويل، چې چين د دغه لاسليک په برخه کې د افغان حکومت پرېکړې ته احترام کوي.

هغه زياته کړه: “موږ هيله مند يو، چې له امريکا سره د افغانستان د اړيکو پراختيا د دغه هېواد له حاکميت او خپلواکۍ سره مرسته وکړي او د سيمې مشروعيت هم په کې رعايت شي.”

د هېواد د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد مقبل عثماني په دې خبري ناسته کې وويل، چې له امريکا سره د امنيتي سند پر سر خبرې روانې دي.

هغه زياته کړه: “موږ هيله لرو چې دغه خبرې بشپړې او نهايي شي او له امريکا سره امنيتي او دفاعي تړون لاسليک شي.”

امريکا څو ځلې په دې ټينګار کړى، چې ولسمشر کرزى بايد دغه سند ژر لاسليک کړي، ترڅو دغه هېواد له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته د خپلو يو شمېر سرتېرو د پاتې کولو لپاره قانوني سند ولري.

خو ولسمشر کرزى بيا ټينګار کوي، چې له وسله والو مخالفينو سره د سولې د عملي خبرو له پيلېدو او د امريکايي ځواکونو له لوري د افغانانو کورونو د پلټلو تر درولو وړاندې به دغه سند لاسليک نه کړي. دغه وضعيت د افغانستان او امريکا ترمنځ د اړيکو د ترينګلتيا لامل شوى دى.

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن په دې وروستيو ورځو کې اسوشيټيد پرېس خبري اژانس سره د افغانستان او امريکا ترمنځ د دفاعي هوکړه ليک پر لاسليک د نه پرمختګ په اړه ويلي: “زما په فکر ولسمشر کرزى به دغه هوکړه ليک لاسليک نه کړي او د نوموړي ځاى ناستى به په دې اړه پرېکړه وکړي.”

د چين د بهرنيو چارو وزير وويل، هېواد يې په هر ډول شرايطو کې له افغانستان څخه ملاتړ کوي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي او دغه اړيکې به د هېڅ بهرني فکټور له لوري اغېزمنې نه شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به همکاري نوره هم ډېره شي.

د يادولو ده چې په نننۍ غونډه کې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال او په کابل کې د چين د سفير ترمنځ د کرنې په برخه کې د تخنيکي همکاريو هوکړه ليک هم لاسليک شو.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير وويل، چې د چين له بهرنيو چارو وزير سره په دغې ناسته کې د نورو مسايلو تر څنګ، د چين له لوري د افغان امنيتي ځواکونو پر سمبالښت هم خبرې وشوې.

د چين د بهرنيو چارو وزير ژمنه وکړه، چې د افغان ځواکونو په روزلو او سمبالښت کې به له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version