ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جرګه د زلمى رسول او قيوم کرزى يوځاى کولو کې پاتې راغله

28 Feb 2014 - 18:54
28 Feb 2014 - 18:54

کابل (پژواک٩کب٩٢): د ولسمشرۍ د دوو کانديدانو عبدالقيوم کرزي او زلمي رسول ترمنځ د ايتلاف په موخه رابلل شوې جرګې ونشواى کولى يو لورى قانع کړي چې د بل په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شي.

ددې جرګې غړي وايي چې ډېرو يې د قيوم کرزي پاتې کېدو او د زلمي رسول انصراف ته رايه ورکړه، خو هغه دې پرېکړه ته غاړه کېنښوده.

قيوم کرزي چې ددې جرګې په وروستۍ ناسته کې يې ګډون درلود خبري کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وويل چې د جرګې د مشورو له مخې به د ولسمشرۍ د کانديد په توګه پاتې شي.

کرزي د جرګې له غړو مننه وکړه او هغوى ته يې په خطاب کې وويل: “تاسو ته دې خداى تعالى خير درکړي، زه ستاسو د مشور پر اساس خپلې کانديداتورۍ ته ادامه ورکوم. نور مو هم خوشبينه کړى يم، ستاسو له مهربانۍ څخه ډېر تشکر.”

کرزي ژمنه وکړه چې دى به د هېواد په ټولو چارو کې له خلکو سره مشورو ته چې ده د افغانستان تاريخي دود وباله، دوام ورکوي.

ده د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو هيله څرګنده کړه چې په وينا يې “هېواد ته مشروع خدمتګار او داسې حکومت رامنځته کړي چې د دين په چوکاټ کې، د ښو خدماتو او د وطن د سرلوړۍ او د خلکو په هوسايۍ او خدماتو کې ولاړ وي.”

په دې جرګه کې د افغانستان د ٣٤ ولايتونو ١٧٠ تنه قومي مشرانو چې ځېنې يې دولتي چارواکي هم دي ګډون درلود، شاوخوا لس ورځې بحث وکړ ترڅو له دې دواړو يو راضي کړي چې د بل په ګټه له خپلې کانديدۍ تېر شي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې څو ورځې وړاندې دا جرګه خپله پرېکړه اعلان کړي، خو د خپرو شويو راپورونو له مخې له دې امله وځنډېده چې ولسمشر حامد کزري غوښتل ورور يې د زلمي رسول په ګټه تېر شي.

د “کاندیدانو ترمنځ د اتحاد د ملي جرګې” مرستيال محمد امين وقاد، نننۍ غونډې ته وويل چې جرګه بې پايلې ته ورسېده.

وقاد زياتوي: “دا چې جرګه پې پايلې پاى ته ورسېده، د تعليق څخه يې پاى ته رسېدل ښه وو … حد اقل که د دوو ترمنځ يا درېيو ترمنځ جوړه [ايتلاف] ونشوه، دا ثابت قدمي خو اعلان شوه. نو زه قيوم کرزي ته د ثابت قدمۍ مبارکباد وايم، چې دا جرګه له تعليق نه راووته او دى په خپله موضع کې چې کمپاين ته ادامه ورکوو، پاتې شو. دا ډېره ښه موضع ده.”

وقاد وايي د ولسمشر حامد کرزي غوښتنه دا وه چې د هغه د ورور او زلمي رسول ترمنځ ايتلاف وشي، خو داسې ونشول.

د جرګې مشر حضرت احمد امين مجددي پژواک ته وويل چې، د جرګې د غړيو له منځه جوړ شوي شل کسيز کميسيون کې ١٥ کسانو قيوم کرزي او پنځو نورو د زلمي رسول په ګټه رايه ورکړه.

مجددي زياته کړه: “د شلو نفرو په کمييسيون کې د اکثريت مخفي رايه دا وه چې کرزي په انتخاباتو کې پاتې شي او خپل کمپاين وکړي… زه په کميسيون کې وم چې رايه واچول شوه، موږ رايې له ځان سره واخستې ښاغلي ولسمشر ته لاړو، هغوى په خپل لاس وشمېرلې، ښايي ١٤ يا ١٥ رايې د کرزي صاحب په ګټه وې او پاتې نور د ډاکټر صاحب زلمي رسول.”

مجددي وويل چې په پيل کې زلمي رسول او قيوم کرزي داړو دوى ته پوره واک ورکړى وو او ژمنه يې کړې وه چې جرګې هره پرېکړه به مني، خو دا زلمي رسول په ورستۍ ناسته کې ګډون ونه کړ د مجددي په باور د پرېکړې د نه منلو معنى ورکوي.

مجددي دا هم وويل چې جرګې د ولسمشر حامد کرزي غوښتنه چې ورور يې د زلمي رسول په ګټه تېر شي، له قيوم کرزي سره شريکه کړه، “هغه درې ورځې يې وخت وغوښت، موږ ورته انتظار درلوده چې نن يې په خپله خپل ځواب ووايه.”

مجددي وايي چې د جرګې له غړو سره په کتنه کې د ځېنو دلايلو له امله د ولسمشر حامد کرزي غوښتنه دا وه چې ورور يې له نوماندۍ تېر شي.

ددې جرګې د شل کسيز کميسيون مشر محمد معصوم اسحق زى چې له هرات ولايت څخه راغلى، وايي چې د ولسمشر کرزي دليل دا وو چې که ورور يې د ټاکنو ګټونکى شي، نو بيا به پر ده د درغلۍ تور پورې شي.

اسحق زي پژواک ته وويل: “کرزي صاحب بعضي ملاحظات درلودل چې که ورور یې برنده هم وي، دنيا به وايي چې کرزى صيب حکومت کې وو، دده تر شا ولاړ وو او داخل کې خلک به هم وايي چې دا رييس جمهور ورور دى،ځکه زه د خپل ورور د کانديداتورۍ پشتيباني نه کوم.”

اسحق زى چې د جرګې له منځه د زونونو په کچه د ټاکل شوي شل کسيز کميسيون غړى هم وو پژواک ته وویل چې د قيوم کرزي د دې کميسيون د ١٧ غړو رايه درلوده او يواځې درېيو کسانو د زلمي رسول ملاتړ کړى وو.

دى وايي دا چې په لومړي سر کې دواړو جرګې ته خپل واک وسپاره او وروسته د جرګې پرېکړه ونه منل شوه، خواشينى دى.

اسحق زي زياته کړه: “ډاکټر صاحب زلمى رسول او قيوم خان صاحب راغلل، خپل واک يې په ټوله معنا جرګې ته وسپارله، ويل يې چې هر فيصله جرګې وکړه هغې ته به احترام لرو، ويل يې موږ افغانان يو ددې وطن يو، زموږ عنعنات د جرګو زموږ سرنوشت تعيين کړى دى، خو هلته راى ګيري چې وشوه، متاسفانه زه خپله له دې څخه خفه يم چې ډاکټر صاحب زلمى ولې ترشا ولاړ، بايد جرګه يې قبوله کړى واى.”

د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره ١١ کسانو ځانونه کانديد کړي دي، چې د کتونکو په باور داسې نه برېښي چې ددې کانديدانو له ډلې دې څوک پنځوس سلنه جمع يوه رايه پوره کړي چې په دې توګه به ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي.

د کانديدانو د شمېر د کمولو لپاره پخوا تر دې د پخواني جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي لخوا هم يوه جرګه جوړه شوې وه، چې ددې جرګې په څېر نه ده توانېدلې څو کانديدان سره يوځاى کړي.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version