ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د ملي راډيو تلويزيون ارشيف بشپړ له منځه تللى

24 Mar 2014 - 16:12
24 Mar 2014 - 16:12

 

جلال اباد (پژواک ٤ ورى ٩٢): په جلال اباد ښار کې د تېرې اونۍ په ځانمرګي بريد کې د ننګرهار د ملي راډيو تلوېزيون شاوخوا ٣٥ کلنى ارشيف او نور عصري وسايل له منځه تللي دي.

تېره اونۍ د جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې مخې ته موټربم چاودنه وشوه او له چاودنې وروسته يو شمېر وسله وال پر لومړۍ امنيتي حوزه ورننوتل، چې له نهو زياتې چاودنې يې رامنځته کړې.

په دې پېښه کې ١٠ پوليس، يو محصل او ٧ بريدکوونکي ووژل شول او ٢٢ تنه نور چې ډېرى يې پوليس وو، ټپيان شول.

د ننګرهار د راډيو تلوېزيون ودانۍ هم د لومړۍ امنيتي حوزې په ګاونډ کې موقعيت لري، چې د ياد بريد له مله ډېره زيانمنه شوې ده.

د ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون امر انجنير زلمي د وري په ٤مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، چې په بريد کې د ملي راډيو تلوېزيون د ودانۍ ٦٠ سلنه برخه نړېدلې ده.

ده زياته کړه، چې په يادې ودانۍ کې ايډيټ خونه، ارشيف، د خپرونو لوى مديريت، د ښځو مديريت، د ارزونې مديريت او اداري مديريت موجود وو، چې په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

انجنير زلمى وايي: ((زموږ د ملي راډيو تلوېزيون شاوخوا ٣٥ کلن ارشيف له منځه تللى، چې دا يوه ډېره ستره ضايع ده.))

د نوموړي په وينا، که څه هم دوى تر اوسه د اوښتي زيان دقيقه ارزونه نه ده کړې، خو د اټکل له مخې دوى ته له لس ميليونه ډېرې افغانۍ زيان اوښتى دى.

دى وايي: ((د ارشيف په له منځه تللو ډېر خواشيني شوي يو.))

د ننګرهار د ملي راډيو تلوېزيون امر وويل، که څه هم دوى اوس خپرونې پيل کړي، خو تر دې مهاله هېڅ کوم توليد نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې په ياده پېښه کې يې يوه ډېره مجهزه ايډېټ خونه هم له منځه تللې، چې ډېرى کمپيوټرونه، کمرې او نور وسايل په کې وو.

انجينر زلمي وويل، چې له دوى سره تراوسه هېڅ کومې ادارې مرسته نه ده کړې او دوى له مرکزي ادارې غواړي ، چې د تلوېزيون په بيارغولو کې ورسره ژر تر ژره مرسته وکړي.

هغه وويل: ((دا زموږ يو ملي رسنيز کور دى او دولت بايد په دې برخه کې جدي واوسي.))

د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې مشر پوهندوى لعل پاچا ازمون هم پر مرکزي ادارې غږ وکړ ، چې د ننګرهار له ملي راډيو تلوېزيون سره دې ژر تر ژره مرسته وکړي.

هغه د دولت له مخالفينو هم وغوښتل، چې پر رسنيزو ادارو دې بريدونه نه کوي.

ازمون زياته کړه: ((د ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون هغه ارشيف ، چې ٣٥ کاله عمر يې لاره هغه هم له منځه تللى ډېره د خواشينۍ خبره ده.))

د ده په خبره، چې مرستندويه ادارې دې د ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون تمويل کړي، چې بېرته د پخوا په شان خپرونې وکړي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي نجات خان پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې په ورځ که څه هم له ملي راډيو تلوېزيون سره په لس مترۍ کې جګړه روانه وه، خو دوى بيا هم په راډيو کې پر وسله والو غږ کاوه ، چې له جګړې هېڅ نه جوړېږي.

نوموړي وويل: ((د جګړې په وخت ما ملي راډيو اورېده، له راډيو د جګړې او ورور وژنې پر ضد پيغامونه خپرېدل.))

ده زياته کړه، که څه هم د زيان يوه ډېره برخه ملي راډيو تلوېزيون ليدلې وه، خو بيا يې هم خپل رسنيز رسالت سرته رسولى او په بې پرې توګه يې خپرونې کولې.

د يادونې ده، په دغه بريد کې د راډيو د يوه خبريال په ګډون دوه کارکوونکي هم ټپيان شوي وو.

دغه راز پرون د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت د شورا د غونډې پر مهال د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال وويل، چې د جلال اباد په بريد کې د راډيو ارشيف په بشپړه توګه له منځه تللى دى.

د يادونې ده، د ننګرهار راډيو تلوېزيون د هندوستان په مرسته په عصري ډول مجهز شوى و او خپرونې يې له هېواده بهر هم اورېدل کېږي.

 

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version