ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او تاجکستان د همکاريو اعلاميه او هوکړه ليکونه لاسليک کړل

26 Mar 2014 - 18:11
26 Mar 2014 - 18:11

کابل(پژواک، ٦ ورى ٩٣): د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د همکاريو ګډه اعلاميه او هوکړه ليکونه نن د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ په څلورو برخو کې لاسليک شول.

 د ولسمشر حامد کرزي او دهغه د تاجک سيال امام علي رحمان ترمنځ ګډه اعلاميه او د پانګونې په برخه کې د پانګونې د ساتنې او هڅونې، ګمرکونو، هنر، فرهنګ او تلوېزيون په برخه کې د همکارۍ هوکړه ليکونه د دواړوهېوادونو د لوړ پوړو چارواکو تر منځ لاسليک شول.

  د پانګونې د ساتلو او هڅونې او ګمرکونو په برخه کې د همکارۍ هوکړه ليکونه د هېواد د بهرنيو چارو د وزير ضرار احمد عثماني او د تاجکستان د بهرنيوچارو د وزير سراج الدين اسلو تر منځ لاسليک شول.

   همدارنګه د هنر او فرهنګ په برخه کې د افغانستان او تاجکستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرانو هر يوه سيدمخدوم رهين او شسم الدين هارون بکوف او د دواړو هېوادونو د تلوېزيونونو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه د افغانستان د ملي تلوېزيون د رييس احمد زرين انځور او د تاجکستان د ملي تلوېزيون د رييس اسدالله رحمان ترمنځ لاسليک شول.

 ولسمشر کرزي د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډې اعلاميې او هوکړه ليکونو تر لاسليک وروسته په دې اړه خبريالانو ته د جزيياتو له ورکړې پرته  وويل، چې دا هوکړه ليکونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا په برخه کې موثر دي.

  نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډې اعلاميې په اړه هم معلومات ورنه کړل او د ولسشمر دمطبوعاتي دفتر مسوولينو هم وويل، چې ددې اعلاميې جزييات به وروسته وړاندې کړي.

ولسمشر کرزي وويل، چې نن يې د تاجکستان له ولسمشر سره په ليدنه کې د سيمې او نړۍ پر وضعيت او په سياسي، اقتصادي، امنيتي، تجارتي او فرهنګي برخه کې د دوه اړخيزه اړيکو پر پراختيا نظرونه ورکړل او په دې اړه دواړو لورو ګډ ليد لورى درلود.

هغه زياته کړه، چې افغانستان او تاجکستان په تېرو ١٢ کلونو کې دوه اړخيزې ښې اړيکې درلودې ، خو اوس د اړيکو ژورتيا ته رسېدلي دي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ياد شوي هوکړه ليکونه د اړيکو په پراختيا او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه والي په برخه کې موثر وبلل او پر عملي کېدو يې ټينګار وکړ.

  هغه وويل، له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې يې د تاجکستان، افغانستان او ترکمنستان تر منځ نښلوونکې د اورګاډي پټلۍ رامنځته کولو پروژه مهمه ګڼلې او ټينګار يې کړى، چې ددې پروژې عملي کولو ته به زياته پاملرنه وشي.

  هغه وويل، د نوروز په نړيوال جشن کې يې د ګډون لپاره افغانستان ته سفرکړى او د ولسمشر کرزي سره يې د دواړوهېوادونو ترمنځ د همکارۍ او دوستۍ  پر پياوړتيا، دوه اړخيزه خبرې کړې دي.

ټاکل شوې، چې د نوروز نړيوال جشن سبا په کابل کې پيل شي، چې د امام علي رحمان سربېر  به په کې د ايران، عراق، ازبکستان، ترکمنستان، قرغيزستان، اذربايجان، پاکستان، هندوستان، ترکيې، قزاقستان، ارمنستان ولسمشران، د ملګرو ملتونو مرستيال سرمنشي او د ځينو نورو هېوادونو مېلمانه ګډون وکړي.

 امام علي رحمان له نړيوالې وغوښتل، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ونډه واخلي.

ټاکل شوې، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پوځي ماموريت د روان ٢١٤ زېږديز کال تر پايه ختم شي.

خو امام علي رحمان وويل، چې تاجکستان د افغانستان د سولې او ثبات په خوندي کولو کې همکاري کوي، ځکه چې د افغانستان سوله او ثبات د سيمې له سولې او ثبات سره اړيکه لري.

 هغه هيله څرګنده کړه، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې په برياليتوب سره تر سره شي.

د تاجکستان ولسمشر وويل:”پوهېږم چې په څو راتلونکو ورځو کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې تر سره کېږي، د دغې مهمې او برخليک ټاکنې پېښې د بريا په هيله ټينګار کوم، چې د افغانانو برخليک خپله افغانان وټاکي .”

ټاکل شوې، چې يادې ټاکنې د روان کال د وري مياشتې په ١٦ مه نېټه ترسره شي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version