خوست- لغمان(پژواک،٦ورى٩٣): چارواکي وايي، په لغمان کې يو ځانمرګى او په خوست کې هغه دوه هغه وسله وال ونيول شول، چې د چرګوټۍ پر پوسته يې ډله ييز بريد کې ګډون درلود.
د خوست د باک ولسوال عبدالحى ځاځى وايي، دغه کسان تېره شپه ناوخته په ياده ولسوالۍ کې هغه مهال ونيول شول، چې غوښتل يې پر لويه لاره کې ماينونه خښ کړي.
د ولسوال په خبره، نيول شوي کسان د ټېلېفوني وېډيوګانو او خبرو څخه ښکاره شول ، چې دوى د سه شنبې په شپه د عليشېرو ولسوالۍ د چرګوټي د سرحدي پوليسو پوسته باندې په ترسره شوي بريد کې فعاله ونډه اخيستې وه.
خوست والي عبدالجبارنعيمي ددغه خبر د تاييد تر څنګ د امنيت په تامين کې د امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونه تر څنګ پر ولسونو غږ وکړ، چې د امنيت په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د سه شنبې په شپه د خوست په عليشېر ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې ډله ييز بريد وشو ، چې د چارواکو په وينا، په پايله کې يې يو پوليس او ٥ طالب وسله وال وژل شوي و.
د سرحدي پوليسو د عمومي قوماندانۍ وياند ادريس مومند ويلي و ، چې شاوخوا ٢٥٠ تنو طالبانو پر يادې پوستې بريد کړى ، خو د افغان سرتېرو له سخت مقاومت سره مخ شوي و.
د يو بل خبر له مخې، په لغمان کې يو ځانمرګى بريدګر، بريد ته تر رسېدو مخکې د ملي امنيت ځواکونو له لوري نيول شوى دى.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن د لغمان مرکز اړوند د نالاوي په سيمه کې هغه ځانمرګى بريد ګر، چې غوښتل يې د مهترلام ښار پر يوې دولتي ودانۍ ځانمرګى بريد تر سره کړي، له بريده مخکې ونيول شو.
ځواک زياتوي، چې بريدګر په خپله اعتراف کړى او ويلي يې دي ، چې دوه مياشتې وړاندې په لغمان کې د وسله والو د يوه قوماندان قريشي، چې دا مهال په سنګره دره کې دى، پېښور ته د ځانمرګي بريد د روزنې په موخه استول شوى و.
د والي وياند وايي: (( بريد کوونکي ويل چې په پاکستان کې تر روزنې وروسته د ياد قوماندان د ورور بختيار په وسيله بيرته لغمان ته راوړل شوى دى.))
د سرحدي ځواک په وينا، بريدکوونکي ويل، چې قوماندان قريشي ورته ګواښ کړى و، چې که بريد ترسره نه کړي، نو دى به يې په خپله ووژني.
دى وايي، چې د ځانمرګي بريد کوونکي يو بل ورور چې ناصر نومېده څه موده وړاندې د حيدره غره په سيمه کې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوى دى.
د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د ملي امنيت ځواکونو دغه اقدام وستايه او زياته يې کړه ، چې که ځانمرګى بريدشوى واى، نو ګڼ شمېر بې ګناه افغانان به وژل شوي و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن