ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې د رايې ورکولو مرکزونو ته د ټاکنيزو توکو د لېږد لړۍ پيل شوې

2 Apr 2014 - 18:14
2 Apr 2014 - 18:14

پل علم (پژواک،١٣ورى٩٣): د لوګر چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د رايې ورکولو ټولو مرکزونو ته د ټاکنيزو توکو د  لېږد لړۍ يې پيل کړې ده.

د لوګر امنيه قوماندان عبدالحکيم اسحاقزي د وري په ١٣مه پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې تراوسه يې د ٧٧ ټاکنيزو حوزو له ډلې ٣٠ هغو ته دغه توکي لېږدولي دي.

هغه وايي، تر ټاکنو مخکې به د دې ولايت  ټولو د رايې مرکزونو ته دغه توکي انتقال شي.

تمه ده چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې، دوه ورځې وروسته ترسره شي.

د هغه په وينا، په ياد ولايت کې به راتلونکې ټاکنې خوندي وي او ټولې امنيتي ادارې به په ګډه او همغږۍ سره د دغه بهير ساتنه وکړي.

اسحاقزي له لوګريانو غوښتنه وکړه، چې په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

دى زياتوي: ((د ټاکنو د امنيت په اړه مو عمليات لا هم روان دي، تراوسه مو ډېرې سيمې د طالبانو له نفوذه پاکې کړې دي؛ زموږ ځواکونه به له ټاکنو وروسته د وري تر ۳۰ مې پورې په سيمو کې پاتې شي، څو د ټاکنو بهير ته ستونزې پېښې نه شي.))

بلخوا د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش پژواک ته وويل، چې د ټاکنو د امنيت په اړه به ټولې امنيتي ادارې په همغږۍ سره خپلې چارې پر مخ يوسي.

دى وايي: ((خلک دې د دښمنانو په تبليغاتو پسې نه ګرځي، ټاکنې کېدونکې دي او خلک دې په کې له وېرې پرته ونډه واخلي.))

په لوګر کې دپژواک اژانس له لوري ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي، چې د دغه ولايت اوسېدونکي د پخوا پرتله ټاکنو ته لېواله دي.

په دغه ولايت کې له ٨٠ تنو سره په شوو مرکو کې کابو ټولو يې ويلي، چې په ټاکنو کې برخه اخلي او د خپلې خوښې کانديد ته به رايه ورکړي.

په دې نظرپوښتنه کې خلکو ويلي، په ټاکنو کې ځکه برخه اخلي، چې غواړي په افغانستان کې سالمه اداره رامنځ ته شي، اداري فساد له منځه ولاړ شي، سوله او ثبات راشي.

د يادونې ده، په ټول لوګر کې  ۸۳ ټاکنيز مرکزونه دي، چې د ځينو امنيتي ستونزو له امله په څرخ او بره کي برک ولسواليو کې   ۶ مرکزونه تړل شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version