ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د راى پاڼو له کموالي پرته کومه تخنيکي ستونزه رامنځته نه شوه

5 Apr 2014 - 23:11
5 Apr 2014 - 23:11

کابل ( پژواک، ١٦ ورى ٩٣) : په هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې، چې په ځينو ولايتونو کې د رايو د پاڼو د کمښت او د رنګ په اړه ځينې شکايتونه وشول.

دا ټاکنې د وري په ١٦مه، د سهار په اوو بجو پيل او د مازيګر په پنځو بجو پاى ته ورسېدې.

د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين او د ولايتونو چارواکو وويل ، چې ددوى له اټکل څخه زياتو کسانو په ټاکنو کې برخه واخيسته، چې له امله يې په يو شمېر ولايتونو کې د رايو پاڼې کمې شوې.

د هرات ولايت سلګونه اوسېدونکو په دغه ولايت کې د راى پاڼو د خلاصېدو په غبرګون احتجاج وکړ.

دغه احتجاج کوونکي، چې د هرات ښار د ګوهرشاد بيګم د ټاکنيزې حوزې مخې ته راټول شوي وايي، چې راتلوونکې ټاکنې ورته د منلو نه دي.

د سروش په نامه يوه احتجاج کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له سهار په دغه ټاکنيزه حوزه کې ولاړ وو، خو وروسته يې ورته وويل، چې راى پاڼې خلاصې دي.

ددغه احتجاج  پر مهال د هرات والي سيد فضل الله واحدي د احتجاج کوونکو پوښتنې ته راغى او هغه هم د راى پاڼو د خلاصېدو  پر چاره نيوکې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: (( خبر يم چې په هرات کې راى پاڼې خلاص شوې دي، د هرات د ټاکنو کمېسيون يو فاسد کمېسيون دى، ولې يې د خلک د حق لپاره چمتوالى نه لرلو.))

دغه راز د فارياب ولايت يو شمېر اوسېدونکو هم د راى پاڼو د کمېدو په اړه شکايت وکړ .

ددې ولايت اوسېدونکو پژواک ته وويل، چې د رايو پاڼې تر غرمې مخکې په يوولسو بجو خلاص شول، چې له امله يې سلګونه کسان له رايو پاتې شول.

ددې ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې سلګونه کسان د رايو مرکزونو مخې ته په کتارونو کې ولاړ وو، ، خو د رايو پاڼې خلاصې شوې وې.

دغه پاڼې د باميان، تخار، ننګرهار، سمنګان، هرات او يو شمېر نورو ولايتونو درايو په يو شمېر مرکزونو کې خلاص شوي دي.

د باميان والي غلام علي وحدت پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايت د مرکز، پنجاب او يکاولنګ د ولسواليو د رايو په يو شمېر مرکزونو کې د رايو پاڼې خلاصې شوې وې .

هغه زياته کړه ، چې د ملي دفاع وزير سره يې د ټېلېفون په وسيله خبرې کړې دي، څو د هوا له لارې دې ولايت ته  د رايو پاڼې ولېږدوي.

بلخوا د تخار ولايت اوسېدونکي وايي، چې د ولايت مرکز اړونده د آهند دره ، د درقد  او کلګفان ولسواليو په يو شمېر مرکزونو کې هم د رايو پاڼې خلاصې شوې وې.

د تخار د ټاکنو د کمېسيون مشر سيد روح الله وايي، چې په ټاکنو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته ده، چې له امله يې د رايو پاڼې کمې شوې.

دغه راز د سمنګان ولايت د مرکز ايبک ښار اړونده سيمه کې د رايو په يوه مرکز کې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.

دغه راز د ننګرهار ولايت د مومند درې ولسوالۍ د ګردي غوث په سيمه کې په دوو محلونو کې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.

په بدخشان ولايت کې هم خلکو د راى پاڼو له کموالي شکايت کړى دى. د بدخشان والي ډاکټر شاه ولي الله اديب پژواک ته وويل، چې دې ولايت ته د رايو سل زره  پاڼې کمې رالېږل شوې وې.

په کندهار ولايت کې هم ورته شکايت وشو، د کندهار والي توريالي ويسا وويل، چې دې ولايت کې څه دپاسه يو ميليون کسانو درايو کارتونه اخيستي وو، خو د ټاکنو کمېسيون  دوى ته يواځې څه دپاسه ٥٠٠ زره د رايو پاڼې لېږلې وې.

د رايو د پاڼو د کمښت په يو شمېر ولايتونو کې درايو مرکزونو د امنيتي ستونزو او امنيتي ګواښونو له امله تر سلو زيات د رايو مرکزونه بند شوي دي.

د ټاکنو کمېسيون پخوا اعلان کړى و، چې څه دپاسه اووه سوه د رايو مرکزونه به بند وي، خو نن په يو شمېر ولايتونو د رايو تر سلو زيات مرکزونه د نا امنيو او بريدونو له امله خلاص نه شول.

د کابل او يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکو بيا د ټاکنو د اړينو توکو له کموالي شکايت کاوه.

د کابل د ده سبز ولسوالۍ د ده يحيى اوسېدونکي سرټکوي، چې د دې سيمې د رايې ورکولو په مرکز کې د اړينو امکاناتو د نه شتون له امله  به د دې سيمې ډېر خلک له رايې ورکولو پاتې شي.

دپژواک خبريال له سيمې نه خبر ورکړ، چې د ده يحيى په لېسه کې دوه د رايو محلونه د نارينه وو او يو هم د ښځو لپاره فعال شوي او ( له غرمې مخکې نهه نيمې بجې ) سلګونه تنه نارينه او ښځينه په کې د رايې ورکولو په تمه ولاړ دي .

له دې کسانو څخه د غلام حيدر په نوم يو تن پژواک خبري اژانس ته وويل:  ” دوه ساعته کيږي چې دلته راغلي يو تر اوسه نوبت نه دى رارسېدلى.”  

بلخوا د کندهار ولايت د ولايتي شوراګانو دکانديدانو د رايو پاڼې تېروتنې سره دايکنډي ولايت ته لېږدول شوي وو، چې له امله يې کانديدان او راى ورکوونکو اندېښمن شوي وو.

دغه راز په کابل او سرپل ولايتونو کې خلکو د رايو د مرکزونو له کموالي څخه شکايت وکړ .

ددې ولايتونو  اوسېدونکو ويل ، چې زرګونه کسان د مرکزونو مخې ته په ساعتونو ولاړ وو او د رايو ورکولو چانس يې نه ترلاسه کاوه.

دغه راز په  سمنګان، کابل او ځينو نورو سيمو کې خلکو شکايت کاوه، چې د رنګ کيفيت ښه دى او په عادي اوبو دلاس وينځلو سره رنګ له منځه تللو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version