ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو د امنيت د ټينګښت له امله امنيتي ځواکونه وستايل شول

8 Apr 2014 - 19:06
8 Apr 2014 - 19:06

فراه، چغچران، تالقان (پژواک ١٩ ورى ٩٣): د فراه، غور او تخار ولايتونو امنيتي ځواکونه د ټاکنو په ورځ د امنيت د ټينګښت د هڅو له امله وستايل شول.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د شنبې په ورځ (د وري په ١٦مه) ترسره شوې، چې ميليونونو افغانانو په کې ګډون کړى وو.

د فراه په مرکز کې د يوه محفل په ترڅ کې، نن د دې ولايت د مرکز او ولسواليو ٨٠ افسرانو او ساتنمنانو ته د دې ولايت د چارواکو او د ملي شورا د غړو له لوري ستاينليکونه ورکړل شول.

په دې مراسمو کې د فراه والي محمد عمر شېرزاد، په دې ولايت کې د امن په فضا کې د رڼو ټاکنو ترسره کېدل د طالبانو ښکاره ماتې وبلله.

نوموړي د دې په ويلو، چې د فراه پر امنيتي ځواکونو د خلکو اعتماد زيات شوى، زياته يې کړه: )) دا د فراه د امنيتي ځواکونو لپاره ستر برياليتوب وو، چې ويې کولاى شول د ټاکنو امنيت ټينګ کړي او خلکو په لېوالتيا په کې ګډون وکړ.((

په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو استازي ګل احمد اعظمي وويل، په فراه کې، سره له دې چې مخکې تردې په عادي ورځو کې دا ولايت د طالبانو د بريدونو شاهد وو، ټاکنې په کې د امن په فضا کې ترسره شوې.

هغه زياته کړه: “دا ټول د امنيتي ځواکونو له برکته وو، چې نه يې په خپله ټاکنو کې مداخله وکړه او نه يې هم درغليو ته اجازه ورکړه، چې دا ټولې چارې يې د ستايلو وړ دي.”

د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال محمد رزاق يعقوبي وويل، وسله والو مخالفينو د ټاکنو د ګډوډولو لپاره زيات تبليغات کړي وو، خو دوى وکولى شول چې د مخالفينو د فعاليتونو مخه ونيسي.

په دې مراسمو کې د فراه د پژواک خبري اژانس د خبريال په ګډون شپږو خبريالانو ته هم د ټاکنو د بې پلوه او پراخ پوښښ ورکولو له امله ستاينليکونه ورکړل شول.

د يو بل خبر له مخې، د غور سلګونو اوسېدونکو نن د ټاکنو د برياليو ترسره کېدو او د امنيتي ځواکونو د مېړانې په وياړ جشن جوړ کړى وو.

د غور د مدني ټولنو او رسنيو غړو د ملي اتڼ په ترسره کولو، د سيمه ييزو ترانو په ويلو او امنيتي ځواکونو ته د چپنو په ورکولو ياد جشن ونمانځه.

د غور د مدني ټولنې مسوول خديار واقف پژواک اژانس ته وويل، په ټاکنو کې د هېوادوالو پراخ ګډون ستر برياليتوب او د هېواد د دښمنانو لپاره سخت ګوزار وو.

ده زياته کړه، افغانانو ثابته کړه، چې دوى ولسواکي غواړي.

خو هغه له حکومت او د ټاکنو له کميسيونونو وغوښتل، چې په ټاکنو کې د خلکو فعال حضور ته په کتو، د رايې ورکوونکو هرې رايې ته احترام وکړي او د درغليو مخه ونيسي.

يوه بل ګډونوال محمد حنيف وويل، چې د ټولو هغو امنيتي ځواکونو ستاينه کوي، چې د ټاکنو امنيت يې ټينګ کړ او له هېوادوالو غواړي، چې د هغوى هڅې له ياده ونه باسي.

د هغه په خبره، امنيتي ځواکونو خپلو هېوادوالو او نړۍ ته وښوده، چې دوى د خپلې خاورې د امنيت د ټينګښت او دفاع توان لري.

د غور امنيه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه دلاور په دې جشن کې وويل: “څنګه مو چې له خلکو د ټاکنو د امنيت د ټينګښت ژمنه کړې وه، عمل مو پرې وکړ.”

ده زياته کړه، که خلک د خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي، دښمن هېڅ نه شي کولى.

دغه راز د تخار امنيتي ځواکونه هم د دغه ولايت د مدني ټولنې غړو، د ښځو د حقونو فعالانو او خبريالانو د ټولنې له لوري وستايل شول.

په همدې موخه د تخار د ښځو چارو په رياست کې جوړ شوې غونډې ته د ښځو چارو رييسې رزم ارا حوش وويل، چې امنيتي ځواکونو په ټاکنو کې ډېر زيار ګاللی او د مخالفينو ډېر پلانونه يې شنډ کړي، چې له همدې امله دا ځواکونه د ستاينې وړ دي.

په تخار کې د خبريالانو د ټولنې مشر سيد ياسين دهزاد وويل، خبريالانو تل له پوليسو څخه شکايت کړى، خو دا ځل ورته ګلان ورکوي او د ستاينليک په ورکولو سره يې د قدر وړ بولي.

د تخار والي عبداللطيف ابراهيمي هم دغه اقدام ګټور وباله او زياته یې کړه، چې په ټاکنو کې امنيتي ځواکونو په ځانګړې توګه ښځينه پوليسو مېړانې وکړې، چى د هغوى ستايل د امنيتي ځواکونو روحيه لا پسې غښتلې کوي.

د تخار امنيه قوماندان پاسوال عبدالحنان قطغني وويل چې د ټاکنو په ورځ يې د مخالفينو پلانونه شنډ کړل، چې په دې سره دوى په نړيواله کچه اعتبار پيدا کړ.

د غونډې په پای کې ټولو ګډونوالو امنيتي ځواکونو ته د ګلانو ګېډۍ ورکړې او اتلان و وبلل.

 

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version