ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په نړۍ کې له هرو څلورو کورنيو يوه يې رواني ناروغي لري”

23 Apr 2014 - 16:35
23 Apr 2014 - 16:35

کابل (پژواک ٣ غويى ٩٣): اوسمهال په ٥٠ روغتيايي مرکزونو کې رواني او ټولنيز سلاکاران شته، خو ټاکل شوې، چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې په ٣٧٥ نورو روغتيايي مرکزونو کې هم ورته سلاکاران استخدام شي.

دغه ټکى د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستيالې ډاکټرې ناجيې طارق په کابل کې د رواني– تولنيزو ناروغيو د ٧٨ سلاکارانو په فراغت غونډه کې څرګند کړ.

هغه وويل، چې رواني ستونزې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ يوه له پام وړ ننګونو څخه ده.

د ده په خبره، د نړۍ د روغتيايي سازمان د شمېرو له مخې له هرو څلورو کورنيو يوه کورنۍ رواني ناروغۍ لري.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال وويل، چې د نړۍ د روغتيايي سازمان د شمېرو له مخې، ٨٥ سلنه رواني ناروغان د نړۍ په ډېرى هېوادونو کې سخت اختلالات لري، خو رواني روغتيا او مراقبت ته لاسرسى نه لري.

نوموړي په افغانستان کې د رواني ناروغانو په اړه شمېرې وړاندې نه کړې، خو نا امني، وزګارتيا، کورنۍ شخړې، کډوالۍ، اجباري او تر وخت وړاندې ودونه، بېوزلي او د کورنۍ د غړو له لاسه ورکول د رواني- ټولنيزو نارغيو د لاملونو په توګه ياد کړل.

د هغه د څرګندونو له مخې، د عامې روغتيا وزارت د رواني ستونزو د غوره حل په موخه د رواني روغتيايي پروګرام په چوکاټ کې اړين اقدامات په پام کې نيولي دي.

هغه زياته کړه: ((په دغو پروګرامونو کې په هېواد کې د رواني _ ټولنيزو سلاکارانو روزنه، ډاکټرانو، نرسانو، روغتيايي او ټولنيزو او مسلکي کار کوونکو ته د رونيزو ټولګو وړاندې کول، په ښوونځيو کې د ژوند د غوره مهارتونو وړاندې کول او د ټولنيزو- رواني مشورو د مرکزونو رامنځته کول شامل دي.))

 د ده په خبره، له ٢٠٠٥ کال راهيسې له ٢٧٠ نه زيات رواني – ټولنيز سلاکاران، چې نيمايي مېرمنې دي، روزنه ليدلې او ١٤٠ کسه يې په ٥٠ روغتيايي مرکزونو کې مراجعينو ته اړينې مشورې وړاندې کوي.

نوموړي د دغو ٧٨ کسانو په اړه، چې نن يې د فراغت په مناسبت غونډه جوړه شوې وه وويل، دغه فارغان، چې ٤٠ يې نارينه او پاتې ښځې دي، د ١٩ ولايتونو په روغتيايي مرکزونو کې به وګومارل شي.

د دې دورې يوې فارغې او د خوست ولايت اوسېدونکې خيال بي بي، چې ټاکل شوې په خپل ولايت کې کار پيل کړي پژواک خبري اژانس ته وويل، درې مياشتې يې په نظري او ٩ مياشتې يې په عملي ډول د رواني- ټولنيزو مشورو په برخه کې زده کړې کړې او هڅه به وکړي، چې په رواني ناروغيو اخته کسانو ته ګټورې مشورې ورکړي.

ډاکټرې ناجيې طارق زياته کړه، ټاکل شوې، چې تر دوو راتلونکو کلونو پورې د ٣٢٥ نورو روغتيايي مرکزونو رواني او ټولنيزو سلاکارانو ته روزنه ورکړل شي.

ډاکتر طارق زياته کړه، د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي، چې په افغانستان کې د رواني ستونزو درمنله د عامه پوهاوي په زياتوالي او سلا مشورو سره پياوړې کړي او تر څنګ يې نور مخنيوونکي اقدامات هم ترسره کړي.

د افغانستان د نړيوال ټولنيز او رواني مرکز همغږي کوونکي (international psychosocial organization Afghanistan ) وويل، چې په عملي ډول د رواني او ټولنيزو سلاکارانو روزنه له ٢٠٠٥ کال نه پيل او تر ٢٠٠٨ پورې ادامه لري، چې تر اوسه د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې له ١٥٠ زرو زياتې اړينې مشورې وړاندې شوې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، اوسمهال په ٢٤ ولايتي روغتونونو، د ولسواليو په ٤ روغتونونو او ٢٢ جامع روغتيايي مرکزونو کې رواني- ټولنيز سلاکاران شتون لري.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version