ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار امنيتي چارواکو دويم پړاو ټاکنو ته چمتووالى وښود

24 Apr 2014 - 15:36
24 Apr 2014 - 15:36

جلال اباد (پژواک ٤ غويى ٩٣): د ننګرهار امنيتي چارواکو په داسې حال کې د ټاکنو د احتمالي دويم پړاو لپاره د چمتووالي اعلان وکړ، چې قومي مشرانو د تېرو ټاکنو د امنيت په غبرګون کې ځايي امنيتي ادارې تقدير کړې.

نن (د غويي ٤مه) په جلال اباد ښار کې د ننګرهار لسګونو قومي مشرانو، مخورو او سپين ږيرو د يوې غونډې په ترڅ کې ولايتي چارواکي او امنيتي ځواکونه له دې امله وستايل چې په ټاکنو کې يې امنيتي چارې په ښه توګه پر مخ يوړې.

قومي مشر ملک درياخان پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د ننګرهار د ټولو ولسواليو لسګونه قومي مشران او سپين ږيرې په دې موخه راغلي چې خپل امنيتي ځواکونه او ولايتي چارواکي وستايي.

ده وويل، په ننګرهار کې د ټولو ولايتونو ښې ټاکنې ترسره شوې او دوى به له خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د هېواد د ابادۍ لپاره کار کوي.

دى وايي: ((موږ خو خپله ملي وجيبه وګڼله او د امنيتي ځواکونو ستاينه مو وکړه، په کار ده چې نور لوى چارواکي د ننګرهار امنيتي ځواکونه وستايي.))

ديني عالم مولوي جان محمد تره خېل هم د ننګرهار د ټولو چارواکو او امنيتي ساتونکو سرښندنې وستايلې او زياته يې کړه، امنيتي ځواکونو په پوره مېړانې سره د ټاکنو امنيت خوندي وساته.

نوموړي وويل: ((امنيتي ځواکونو خو خپله مېړانه وښوده او افغانانو هم رايه ورکړه، خو زموږ غوښتنه دا ده چې اوس رايو ته درناوى وشي.))

دى پر ټولو هېوادوالو غږ کوي که چېرې ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي نو په کار ده، چې ټول افغانان په کې ونډه واخلي.

د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين هم د امنيتي ځواکونواو چارواکو د هڅو او کړنو ستاينه وکړه او له قومي مشرانو، ديني علماوو او سپين ږيرو يې مننه وکړه چې د خپلو مشرانو پخوانى ياد يې تازه کړ او خپل خادمان يې وستايل.

ده وويل: ((د امنيتي ځواکونو پراخ امنيتي تدابير، د رسنيو کلکه همکاري او ستاسې ملاتړ موږ ته دا راوښوده چې نور افغانستان جوړېږي.))

د لودين په وينا، که چېرې ټاکنې دويم پړاو ته هم ولاړې شي نو دوى به د تېر په څېر د ټاکنو د ښې ترسره کېدا په موخه هلې ځلې کوي.

والي وويل، د هېواد دښمنانو ډېره هڅه وکړه چې په ننګرهار کې ټاکنې ګډوډې کړي خو د امنيتي ځواکونو پراخو امنيتي تدابيرو د هغوى ټولې دسيسې ناکامې کړې.

د ننګرهار والي دا هم وويل، چې نور دې ولسونو ته کوم تکليف نه ورکول کېږي، ځکه په لومړي پړاو کې وسله وال ونه توانېدل چې امنيت ګډوډ کړي او ښيي په راتلونکي کې به هغوى هم کوښښ وکړي چې ټاکنې ګډوډې کړي.

ده وويل: ((يا د پنځوس جمع يو او يا هم د ملي مشارک پر بنسټ بايد يو حکومت رامنځته شي.))

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسول فضل احمد شېرزاد د ننګرهار له ټولو ولسونو مننه وکړه او زياته يې کړه چې په راتلونکي کې هم دى او د ده نور ځواکونه د ننګرهار امنيت ساتل خپله ملي او وظيفوي وجيبه ګڼي.

نوموړي وويل: ((موږ سره قومي مشرانو هم ډېره مرسته کړې او په خپلو سيمو کې يې د وسله والو پر ضد له پوليسو سره يوځاى فعاليت کړى.))

دى وايي، که چېرې ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي نو دوى ورته بيا هم تيارى لري او د پخوا په څېر به په ټاکنو کې ګڼ خلک برخه واخلي.

ياده دې وي چې د تېرې مياشتې په ١٦مه نېټه په ټول هېواد کې ټاکنې ترسره شوې، چې د ننګرهار ولايت په ټولو ولسواليو کې هم ټاکنې وشوې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version