کابل (پژواک،٥ غويى٩٣):د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د لومړنيو پايلو د بشپړ رپوټ د اعلان لپاره پوره چمتوالى لري.
ددغه کمېسيون وياندنورمحمد نور د غويي په ٥مه د يوې خبرې غونډې پر مهال وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د شنبې په ورځ د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلانوي، چې د اعلان لپاره يې بشپړ چمتوالى نيولى او تخنيکي برخه يې پر دې کار کوي، چې د ولايتونو پر بنسټ د رايې د شمېرنې بشپړ راپور ترتيب کړي.
نور وويل،تر دې دمه يې د ۱۷ سوو محلونو د تفتش چارې روانې دي او د ۷۶۹ محلونو د بيا شمېرنې چارې يې بشپړ شوې دي.
هغه وويل، د ټولو ولايتونو د پايلو فورمې مرکز ته رسېدلي او سيستم ته د داخلېدو په حال کې دي.
تراوسه لا جوته نه ده، چې ټاکنې دويم پړاو ته ځي او که نه ، خو د ټاکنو کمېسيون وياندوايي،چې ياد کمېسيون د ټاکنو دويم پړاو ته بشپړ چمتوالي لري.
هغه وايي: (( د ټاکنو د لومړنيو پايلو له اعلان وروسته که چېرې ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، نو د امنيت لپاره يې د يوې اوونۍ په موده کې امنيتي بنسټونه ګډه ناسته لري.))
د شنبې په ورځ د ټاکنو لومړنۍ پايلې په داسې حال کي اعلانېږي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د پنجشنبې په ورځ د ټاکنو درېيمه برخه قسمي پايلې اعلان کړې، چې په هغو کې ډاکټر عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزى تر نورو مخکښ و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن