ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټاکنو کمېسیون: ډېر ژر به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي

21 Dec 2019 - 18:49
21 Dec 2019 - 18:49

کابل (پژواک ۳۰ لیندۍ ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان خبر ورکوي چې ثبات او همپالنې ټيم د ۲۷ ولایتونو د رایو پر بیا شمېرلو ټینګار کړی او دولت ساز ټيم وايي چې هېچا ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د ټاکنو بهیر برامته کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رییس حبیب الرحمن ننګ نن په دغه کمېسیون کې رسنیو ته وویل، د ٧ ولایتونو د پایلو د فورمونو تطبیقات بشپړ شوي او همدا اوس د لومړنیو پایلو د اعلان پر راپور کار کېږي.

هغه دې ته په اشاره چې ښايي راپور تر راتلونکو څو ساعتونو د دارالانشاء له خوا بشپړ او د تصمیم نیولو لپاره د کمېسیون رهبرۍ ته وسپارل شي، وویل، له هغه وروسته د ټاکنو کمېسیون بورډ د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه تصمیم نیسي.

نوموړي ولسمشرۍ ټاکنې د هېواد په تاریخ کې تر ټولو رڼې ټاکنې وبللې او ویې ویل، پایلې به یې ډېر ژر د ټاکنو کمېسیون له خوا اعلان شي.

خو د ثبات او همپالنې ټېم غړي محمد یونس نواندېش وویل، د ۲۷ ولایتونو رایې د ثبات او همپالنې او ځینو نورو ټاکنیزو ټکټونو له ناظرینونو پرته ټاکنو کمېسیون تفتیش او ارزولې دي او له بیا تفتیش او شمېرلو ته اړتیا لري.

ده زیاته کړه، تر څو چې د دغه ټيم د ناظرینو په موجودیت کې بیاشمېرنه ترسره نه شي، د ولسمشرۍ ټاکنو پالې دوی ته د منلو نه دي.

هغه دې ته په اشاره چې تر اوسه د رایو کچه معلومه نه ده او له ناپاکو رایو څخه پاکې رایې نه دي جلا شوې، وویل، تر څو چې زموږ قانوني غوښتنې نه وي منل شوې، د پایلو اعلان نه مني.

خو د دولت جوړوونکي ټيم یوه ناظر عبدالقادر هوتخېل د ۲۷ ولایتونو د رایو د بیاشمېرلو په تړاو د ثبات او همپالنې ټيم څرګندونو ته په اشاره وویل، ثبات او همپالنې ټيم هڅه کوي چې په یو بل ډول ټاکنو بهیر برمته کړي.

هغه د دې په روښانولو چې د پایلو د اعلان په موخه ټولې تخنیکي چارې پای ته رسېدلې، زیاته کړه، له دې ډېر باید هېوادوال انتظار نه شي، ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د قانون مطابق خپله دنده ترسره کړي او اجازه ورنه کړي چې څوک دغه بهیر برمته کړي او د پایلو د اعلان مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تېره اونۍ له خپلو پلويانو غوښتنه وکړه چې په دغو اوو ولايتونو کې د رايو بياشمېرنې او تفتیش ته اجازه ورکړي.

ټاکنو خپلواک کمېسیون په فاریاب، جوزجان، بدخشان، تخار، بغلان، سرپل او پنجشېر ولایتونو کې په رسمي ډول د رایو بیاشمېرنه او تفتیش پیل اوس دغه بهیر بشپړ شوی دی.

ټاکنو کمېسیون د لړم په ۱۸ مه د ۸۲۵۵ محلونو د رایو بیاشمېرنه او تفتیش پیل کړ، خو ځینو ټاکنیزو ټکټونو په ځانګړې توګه ثبات او همپالنې ټيم یې پر وړاندې اعتراض وکړ او په اوو ولایتونو کې یې د دغه بهیر مخه ونیوله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version