ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په يو شمېر امنيتي پېښو کې لس وسله وال وژل شوي

7 May 2014 - 13:06
7 May 2014 - 13:06

لښکرګاه- هرات- ميدانښار (پژواک ۱۷ غويى ۹۳): چارواکي وايي، چې په هلمند، هرات، ميدان وردګو او غزني ولايتونو کې لس وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.

د هلمند امنيتي مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې په دوو جلا پېښو کې ٩ وسله وال طالبان وژل شوي او يو پوليس ټپي شوى دى.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالاحد چوپان د غويي په ۱۷مه پژواک ته وويل، تېره شپه د ګرشک د نهرسراج په سيمه کې دوه وسله وال د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.

د ده په وينا، يادو وسله والو غوښتل، چې د هلمند-کندهار لويې لارې ته څېرمه د الکوزو په شاخ سيمه کې ماين ځاى پر ځاى کړي، چې چاودنه پرې وشوه.

دى زياتوي، چې په همدې شپه د سنګين ولسوالۍ په ګومتو سيمه کې طالبانو غوښتل د پوليسو پر يوې امنيتي پوستي بريد وکړي خو پوليسو ته له وړاندې معلومات رسېدلي وو.

چوپان وويل، وروسته د پوليسو او طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوه، چې په ترڅ کې يې٧ وسله وال طالبان ووژل شول او يو پوليس ټپي شو.

هغه وايي، چې د نښتې په ترڅ کې پوليسو له يادو طالبانو وسلې هم نيولې دي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي خو په ناوې ولسوالۍ کې يې د ماين په يوه چاودنه کې د دريو پوليسو د وژولو اعا کړې ده.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په هرات، غزني او ميدان وردګو ولايتونو کې يو ماين خښوونکى وژل شوى او د دوو ماين خښوونکو په ګډون ٤ تنه نيول شوي دي.

 

د دغه وزارات له لوري د غويي په په ١٧مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپانه کې ويل شوي، چې د غزني د ښار اړوند د اسفندې په سيمه کې تېره ورځ ناوخته يو ماين خوښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

 

سرچينه ليکلي، په هرات کې بيا دوه تنه د چاودېدونکو توکو د يوه ډک موټرسايکل د انتقال په تور نيول شوي او د ميدان وردګو په سيدا باد ولسوالۍ کې تېره شپه يو ماين خښوونکى په داسې حال کې ونيول شو، چې ماين يې ځاى پر ځاى کوو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version