هرات (پژواک ١٧ ثور ٩٣): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د سرک غاړې د ماين چاودنې د يوې کورنۍ ٨ غړي وژلي دي.
د هرات ولايتي شورا ته نوماند او د شينډنډ ولسوالۍ قومي مشر تورمحمد ظريفي وايي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ياده کورنۍ په يوه زرنج موټرسايکل کې د طالبانو او ملي ځواکونو تر منځ د نښتې له سيمې د وتو په حال کې وه.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شينډنډ په زير کوى کلي کې له تېرو څو ورځو راهيسې د امنيتي ځواکونو له لوري عمليات پيل شوي دي.
ظريفي زياته کړې، په دې پېښه کې چې تېر ماښام رامنځته شوې، پلار، مور او د هغو شپږ ماشومان وژل شوي دي.
دغه قومي مشر ادعا وکړه، چې د دغه کلي ډېرى اوسېدونکي په ياده ولسوالۍ کې د جګړې له دوام څخه تر پزې راغلي او د خپلو ځانونو د ژغورنې لپاره دښتو ته کډه شوي دي.
په ورته مهال د شينډنډ ولسوال عبدالحميد نور دغه پېښه منلې، خو له مرګ ژوبلې يې بې خبري څرګنده کړې ده.
نور زياته کړه، چې د شينډنډ ولسوالۍ په کليو کې د مخابراتي شبکو د پرېکدو له امله ورته تر دې مهاله د عملياتو حال او د ملکي وګړو مرګ ژوبلې شمېر نه دى معلوم.
د هرات د امنيه قوماندانۍ چارواکو، په دې اړه بې خبرې څرګنده کړې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن