ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ملکي وګړو د وژلو په غبرګون کې لاريون وشو

هرات کې د ملکي وګړو د وژلو په غبرګون کې لاريون وشو

author avatar
5 Aug 2014 - 15:49
هرات کې د ملکي وګړو د وژلو په غبرګون کې لاريون وشو
author avatar
5 Aug 2014 - 15:49

هرات (پژواک ١٤ زمرى ٩٣): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې لسګونه کسانو د امريکايي ځواکونو د چورلکو به بمبارۍ کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ.

لاريون کوونکو د “مرګ په حکومت او کرزي”، “موږ غرونو ته خېژو”، شعارونو په ورکولو سره په داسې حال کې چې څلور مړي يې هم له ځان سره لېږدول، د دغه ولايت د مقام ودانۍ مخې ته لاريون وکړ.

لاريون کوونکو ادعا کوله چې پرون مازديګر د يوې کورنۍ د دوو نارينه و، يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون څلور غړي پر موټرسايکل سپاره وو او خپل کور ته د تلو په حال کې وو، چې په لاره کې د امريکايي ځواکونو د چورکلو له خوا په نښه شوي دي.

د هرات په ولايتي شورا کې د شينډنډ د خلکو استازي تورمحمد ظريفي چې په دغه لاريون کې يې ګډون درلود، وويل چې وژل شوي ټول د يوې کورنۍ غړي وو او کله چې هوايي ډګر ته څېرمه له نږدې کلي خپل کلي ته په لاره و، نو د بهرنيو ځواکونو د له چورلکو په نښه شوي دي.

ظريفي زياته کړه، چې يادو کسانو له وسله والو مخالفينو سره هېڅ اړيکه نه درلوده، خو بهرنيو ځواکونو دوى د طالبانو په نوم وژلي دي.

د ظريفي په وينا، امريکايي ځواکونو چې کله ياد څلور کسان وژلي نو د هغوى د مړو تر څنګ يې څو ميله وسله هم اېښې، چې ګني دغو څلورو کسانو له وسله والو طالبانو سره اړيکه درلوده.

په ورته مهال د شينډنډ خلکو دغه استازي د امريکايي ځواکونو له قوله وويل: “بهرنيانو د دې ادعا کړې چې پرون د شينډنډ پر هوايي ډګر راکټ توغول شوى او له همدې امله يې دغه کسان د طالبانو په نوم په نښه کړي دي.”

د شينډنډ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي او لاريون کوونکي غلام رسول پژواک ته وويل چې د دوى په سيمه کې بشپړ امنيت شتون لري، خو بهرنيانو په ناحقه دغه ملکي وګړي وژلي دي.

همدرانګه د ياد لاريون يوه بل ګډونوال حاجي عبدالبصير وويل، چې په شينډنډ ولسوالۍ کې هره ورځ لسګونه بې ګناه وګړي وژل کېږي، خو په مرکز او ولايت کې سيمه ييزو چارواکو په دې اړه چوپتيا غوره کړې او په دې اړه هېڅ اقدام نه کوي.

هغه ګواښ وکړ چې که چېرې وضعيت دا ډول دوام ومومي نو د شينډنډ ولسوالۍ به ژر تر ژره د طالبانو لاسونو ته وغورځي.

د يادو وژلو شوو کسانو د تره زوى وحيد احمد پژواک ته وويل، چې خپلوان يې د دوو موټرسايکلو په وسيله د شينډ ولسوالۍ له مقولان کلي د ميانرودي کلي پر لور د خپلو مېږو لپاره روان وو، چې په لاره کې د امريکايي ځواکونو له هليکوپټرو په نښه شوي دي.

نوموړي له ولسمشر کرزي او سيمه ييزو چارواکو وغوښتل، چې دغه پېښه جدي وڅېړي، عاملين دې له پېژندلو وروسته مجازات شي.

دغو لاريون کوونکو له حکومته د بهرنيو ځواکونو له لوري د عملياتو د درولو غوښتنه وکړه او ګواښ يې وکړ چې که چېرې د دې ولسوالۍ وضعيت ته پام ونه شي نو دوى به د دولت پر وړاندې پاڅون وکړي او غرونو ته به پورته شي.

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په شينډنډ کې د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو د ادعا خبر ترلاسه کړى دى.

سرچينې زياته کړه، چې دوى به دغه پېښه په کلکه وڅېړي او په اړه به يې څېړنې وکړي.

ايساف وايي، چې له څېړنو وروسته به په دې اړه خپلې پايلې اعلان کړي.

بلخوا د هرات مرستيال والي اصيل الدين جامي، د شينډنډ ولسوالۍ له لاريون کوونکو سره ژمنه وکړه، چې دغه قضيه به جدي وڅېړي.

هغه زياته کړه: “په هرات کې مې د بهرنيو چارو رياست استازي ته دنده وسپارله، چې زموږ سخت اعتراض بهرنيو ځواکونو ته ورسوي او همدارنګه مې له خلکو سره ژمنه کړې، چې ولسمشرۍ، ملي امنيت، دفاع وزارت او سيمه ييزو ارګانونو ته همدا اوس خپل اعتراضونه لېږم، ترڅ د دغو خلکو غوښتنو ته لاسرسى وشي.”

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.