ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د بيروچ کانونه ناقانونه استخراجېږي

18 May 2014 - 17:36
18 May 2014 - 17:36

د نورستان د کانونو رياست د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت د بيروچ کانونه په کامدېش، پيروک، اژمون، اشپي، نچينکل، مومدېش، کوتيا، تيتن، شام، ودهو، قريه چکران، پشهګر، کلتن، پشه نر، که نلو، موسه، منجه ګل، کوردر، کوشت، اسلام اباد نيکموک، بدين شاه، اتتي، پچيګرام، پپرا، اپسي، نواباد فقيراباد، دېوانه بابا، کانتيوا مرکز، موکلي، اسلام پيت، کانتوا عليا، کشت کانتيوا، قريه چمن، کشت اشتاپ، چتراس، ديوه، پرونس، اشتوي، کشتکي، وتوز، کشتون، کترای کل، ذی تو، کورکل، ماوي، پجيکل او نيلاب سيمو کې شتون لري.

د کابل په پولي تخنيک پوهنتون کې د جيولوجي او کانونو پوهنځي د اکتشاف او جيولوجۍ څانګې امر پوهاند دوکتور اميرمحمدموسى زي وويل: ((بيروچ يو ډول منرال دى، چې د تورمالين په نوم هم يادېږي او په سپينو، شنو، زېړو، ګلابي، ابي او بېلابېلو نورو رنګونو سره په طبعيت کې موندل کېږي.))

د کان پېژندنې د دغه استاد په خبره، تورمالين يو ډول منرال دى، چې په ولسي ژبه کې ورته بيروچ ويل کېږي، بيروچ تر ډېره په پګماتيت رګونو کې موندل کېږي، چې د اندازه کولو واحد يې قيراط (کريټ) دى.

هغه زياته کړه: ((سره له دې چې بيروچ په ګاڼو کې کارېږي، نو د درجې د سختوالي له امله د مصنوعي سپوږمکيو په توغولو او د برېښنا په تخنيک کې هم کارېږي.))

نوموړي زياته کړه، چې د بيروچو تر ټولو نږه او مشهوره بڼه پلخروم دي، چې دا منرال د نورستان، بدخشان، هزاره جات او همدارنګه هغه سيمې چې د هلمند سيند ترې سرچينې اخلي، جلال اباد، لغمان، د پنجشنېر په ځينو برخو او د پروان د سالنګ د غرونو په لوړو برخو کې په پراخ ډول ترلاسه کېدلى شي.

د دغه کان پېژندونکي په په خبره، د بيروچ استخراج ساده دى، ځکه چې بيروچ يو ډول خالص منرال دى او کله يې چې ساحه وپېژندل شي، نو د کان کيندونکو له خوا ياده ساحه په چاودېدونکو توکو (باروتو) الوځول کېږي او وروسته په کې د پيروچ دانې را څرګندېږي.

د کانونو او پيټروليم وزارت وياند محمدرفېع رفيق صديقي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې د دې پخلى وکړ، چې د دغه وزارت د مطالعې له مخې د بيروچو کاني نښې په پنجشېر، بدخشان، نورستان او تر يوې کچې په نورو ولايتونو کې شتون لري.

صديقي زياته کړه: ((زموږ باور او فهم دا دى، چې د بيروچو کاني نښې په دې سيمو کې ليدل شوې، خو د اکتشاف پراخ بهير د تخصصي څېړنو دوام ته اړتيا لرو، څو په ټول هېواد کې د بيروچ کانونو له اساسي کميت او کيفيت څخه معلومات پيدا کړو.))

د هېواد ختيځ ولايت نورستان، چې سختې او لرې پرتې سيمې لري، يو له هغو ولايتونو دى، چې د بيروچو څو کانونه په کې شته او له ځايي چارواکو پرته په ولسي جرګه کې د دغه ولايت استازي هم پاکستان ته د نورستان د بيروچو له قاچاق څخه شکايت کوي.

په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو يوې استازې ډاکټر پروين نورستاني وويل، چې په دغه ولايت کې ډېر کانونه شته، چې يو هم بيروچ دى، خو له څو کلونو را په دېخوا د ځايي اوسېدونکو له خوا پر خپل سري کيندل کېږي.

هغې زياته کړه: ((دا ستونزې مو په ١٣٩١ او ١٣٩٢ کلونو کې څو ځلې د کانونو له وزير صېب سره شريکې کړې دي، خو له بده مرغه چې هغوى په دې برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.))

نوموړى وايي، په داسې حال کې چې د نورستان بېلابېلې سيمې له کانونو په ځانګړي ډول د بيروچو له کانونو ډکې دي، خو د ده په خبره، چې په ټوله کې د دغه ولايت کانونه د بيروچو په ګډون په پاکستان کې د مېشتو افغان سوداګرو په پيسو او د ځايي خلکو په همکارۍ استخراج او پاکستان ته لېږدول کېږي.

په ننګرهار ولايت کې د ګران بيه او نيمه ګران بيه ډبرو د شرکت مرستيال عبدالهادي سروري، چې د کانونواو پيټروليم له وزارت څخه د اخيستي جواز له مخې د هېواد له کانونو د استخراج شوو ګران بيه ډبرو په پروسس او چاڼ کې کار کوي، تاييدوي چې اوسمهال د نورستان له کانونو د خلکو له خوا په غير قانوني ډول استخراجېږي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې د تېر کال له غبرګولي مياشتې راهيسې خلکو د نورستان په مرکزي او ختيځو سيمو کې د بيروچ کان خپلسرې کيندنې ته مخ کړى دى.

هغه زياته کړه: ((موږ د نورستان ولايت په بيروچو کانونو کې د خپلسرو کيندونکو د شتون په اړه په وخت سره د کانونو وزارت، ګومارل شوي پلاوي او همدرنګه د ننګرهار د کانونو رياست ته راپور ورکړى دى، خو هغوى په دې برخه کې اقدام نه دى کړى.))

په ورته وخت کې د نورستان د کانونو او پيټروليم رياست سرپرست حاجي عاشق الله همکار هم د دغو کسانو د شتون پخلى وکړ او پژواک خبري اژانس ته يې وويل: ((سوداګرو په غير قانوني ډول په هر کان بيه اېښې او له ځايي خلکو سره په ګډه د بيروچو کانونه استخراجوي.))

نوموړي د دغه ولايت د کانونو رياست په تشکيل کې ځنډ او د کم پرسونل کمښت د بيروچ په ګډون د کانونو د قاچاق او له دغه کان څخه د کيندنې په مخنيوي کې د پاتې راتلو دليل وباله.

د بيروچ له کانونو د استراج په اړه ادعاوې او اندېښنې پر نورستان سربېره په بدخشان ولايت کې هم شته او ځايي چارواکي دا د کانونو د راتلونکي په برخه کې يوه عمده ننګونه ګڼي.

د کانونو او پيټروليم وزارت وياند رفېع صديقي وويل، د دوى ترسره شوې څېړنې څرګندوي، چې په بدخشان ولايت کې د بيروچو کان شته، چې له دې ډلې يې د ديو دره کان قرارداد د داوطلبۍ له لارې د “پامير بدخشان” نومې خصوصي کمپنۍ ته ورکړل شوى دى.

د بدخشان د جرم ولسوالۍ کې د ديو درې د بيروچو کان په افغانستان کې د بيروچو له مهشورو کانونو شمېرل کېږي، چې د فيض اباد ښار په ٦٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري او درې کاله وړاندې د خلکو له خوا پېژندل شوى دى.

خو د بدخشان د کانونواو پيټروليم رياست يوه کارکوونکي د نوم نه ښودو په شرط ادعا وکړه، چې د دغه کان قرارداد په ولسي جرګه که د بدخشان د خلکو استازو، ځينو مخورو او داسې کسانو ته ورکړل شوى، چې په کان کې کار کوي او له زورواکو سره اړيکه لري.

نوموړي وويل، چې د “ديو درې” د بيروچو کان درې کاله وړاندې په ولسي جرګه کې د بدخشان د استازي فضل اعظيم مجددي په واک کې و او اوسمهال يې د کانونو او پيټروليم وزارت قرار له “پامير بدخشان” شرکت سره لاسليک کړى، چې د ياد شرکت د امتياز خاوند هم په ولسي جرګه کې د بدخشان استازى ذکريا سودا دى.

خو خپله ذکريا سودا د خپل ځان او زلمي مجددي په برخه کې دا ادعا رده کړه او ويې ويل: ((موږ يواځې دغه کار کړى، چې د ديو درې کان د بدخشان د کانونو رياست په مرسته رسمي قرارداد ته وسپارو.))

نوموړي زياته کړه، چې د بدخشان د ديو درې کان له ٦٠ تونلونو جوړ دى، چې په هر کان کې يې له ١٠ تر ٢٠ پورې کسان په قانوني ډول د کان کيندنې په کار بوخت دي او دولت ته د امتياز حق ورکوي.

د بدخشان د کانونو او پيټروليم رياست دغه کارکوونکي وړاندې وويل: ((له تېرو دريو کلونو راهيسې له ١٠٠٠ کيلو څخه ډېر بيروچ په غير قانوني ډول استخراج شوي دي.))

بلخوا د بدخشان د ديو درې کان يوه کيندونکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک ته وويل: ((د ديو درې کان د استخراج قرارداد د ملي شورا د يوه غړي (ذکريا) او کانونو او پيټروليم وزارت تر منځ شوى دى.))

د ده په خبره، له تېرو دريو کلونو راهيسې، کله چې د ديو درې کان پېژندل شوى، نږدې پنځه زره کيلوګرامه لومړۍ درجه بيروچ ترې ترلاسه شوي، چې هره کيلو يې له ١٥ څخه تر ٣٠ ډالرو پورې پلورل کېږي.

بلخوا د “پامير بدخشان” په نوم د شرکت مرستيال صباح الدين د دې پخلى کوي، چې پخوا د بدخشان د ديو درې له بيروچ کان څخه په غير قانوني ډول استخراج کېده، خو نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ له تېرو دريو کلونو راهيسې د کانونو او پيټروليم له وزارت څخه د کار جواز تر لاسه کړى، کار مو پيل کړى او دولت ته لس سلنه حق الامتياز ورکوو.))

نوموړي زياته کړه، هغه کسان چې له قرارداد وړاندې يې په دغه کان کې کيندنه کوله، فني او مسلکي کسان نه وو، چې ټوليز ارزښت ته يې پام وکړي او هغه يې په ډېره ښکته بيه پلورل.

د کان کيندنې د دغه شرکت مرستيال له دولت نه غوښتنه وکړه، څو داسې يو شرکت جوړ کړي، چې په افغانستان کې استخراج شوي کانونه پروسس کړي او د ده په خبره، چې له دې لارې هم د افغانستان له کانونو استراج شوي توکي په نړيوالو بازارونو کې وپلوري او له بل اړخه دولت ته زياته ګټه ورسېږي.

په ورته وخت کې د بدخشان د کانونو رييس محمداکبر هم د دغه ولايت په ديودره کې د کانونو استخراج قانوني او د دولت پر اجازه بولي.

نوموړي زياته کړه: ((د بدخشان د ديو درې د بيروچو کان چې پخوا په غير قانوني ډول سپړل کېده، له تېرو دريو مياشتو راهيسې په قانوني ډول استخراجېږي.))

نوموړي زياته کړه، سره له دې چې درې مياشتې پخوا په دېو دره کان کې خپلې سرې کيندنې کېدې، خو توانېدلى، چې دا ساحې يې تر پوښښ لاندې راولي او قرارداد يې هم خصوصي شرکت ته ورکړي، چې دوه کاله وړاندې دغه کار شوى دى.

بلخوا د بدخشان والي د ١٣٩٢ لمريز کال د ليندۍ مياشتې په ٣٠ مه نېټه پژواک ته ويلي وو، چې په جرم ولسوالۍ کې د بيروچ کان له تېر يوه کال راهيسې د زرواکو چې قانون ته درناوى نه کوي، استخراجېږي.

نوموړي هغه مهال څرګنده کړې وه: ((زموږ د کشفي او اطلاعاتي سرچينو له نظره په دغو کانونو کې هغه کسان کار کوي، چې ځيني يې د طالبانو په ليکو کې دي، هلته په کې ونډه لري او عايد يې د طالبانو جېب ته ځي.))

اديب هغه مهال ويلي وو، چې نوموړى د جرم ولسوالۍ په بيروچ کان کې له غير قانوني کان کيندونکو سره په اړيکه کې دى، څو دا ګران بيه ډبرې په قانوني بڼه استخراج او ١٠ سلنه ونډه ورکړي.

بلخوا په ولسي جرګه کې د بدخشان او نورستان ولايتونو د خلکو ځيني استازي د دغه ولايت د بيروچو کانونو د قراردادونو له نشتوالي شکايت کوي او د قرارداد سپارلو بهير يې پڅ ګڼي، چې قاچاق ته يې زمينه مساعده کړې ده.

خو د کانونو او پيټروليم وزارت وياند پر دې باور دى، چې د بيروچو او نورو کانونو په برخه کې کار په عادي ډول ادامه لري او ياد وزارت د خپل کاري پلان او تدوين شوې ستراتيژۍ له مخې په دې برخه کې خپل پروګرامونه پلي کوي.

صديقي زياته کړه: ((زموږ لپاره د بيروچو او نورو کانونو د داوطلبۍ په بهير کې متوازنه پراختيا ډېر اهميت لري، د کانونو او پيټروليم وزارت ستراتيژي ايجابويو چې د کانونو استخراج او اکتشاف د هېواد په ټولو ٣٤ ولايتونو کې بايد په متوازن ډول وړاندې ولاړ شي.))

 

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version