ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د رايې اچونې تړلي مرکزونه دې فعال شي

19 May 2014 - 11:14
19 May 2014 - 11:14

کابل (پژواک ٢٨ غويى ٩٣): د ځينو ولايتونو چارواکو د دويم پړاو ټاکنو د امنيت ډاډ ورکړ خو اوسېدونکو يې د تړولو ټاکنيزو مرکزونو د فعالېدو غوښتنه کړې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، په هغو سيمو کې چې ټاکنيز مرکزونه د ناامنيو له امله تړلي، بېرته دې فعال شي يا دې له هغو سيمو نورو امنو سيمو ته ولېږدول شي.

هاخوا بيا د دغو ولايتونو چارواکي وايي، د دويم پړاو ټاکنو د امنيت لپاره تدابير لري او د رايو اچولو د تړلو مرکزونو د پرانيستلو لپاره به هم هڅې وکړي.

د کونړ والي شجاع الملک جلا پژواک ته وويل، چې په کونړ کې به د لومړي پړاو ټاکنو په څېر د رايې اچونې د ټولو مرکزونو امنيت وساتل شي.

جلاله زياته کړه، دغه ځل په ټاکنو کې به د رايو اچولو هغه پنځه مرکزونه هم پرانيستي وي ، چې په تېرو ټاکنو کې د ناامنيو له امله تړلي وو.

والي وويل، په تېرو ټاکنو کې د مرکز اسعداباد په ګډون په ټولو ولسواليو کې د رايو اچونې ٩١ مرکزون خلاص وو، چې ۱۱۴۵۰۰کسانو په کې رايې ورکړې.

بلخوا د پکتيکا امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل پژواک وويل، که څه هم په لومړي پړاو ټاکنو کې د پکتيکا د اوسېدونکو ونډه ښه وه خو د مېرمنو د کډون کچه کمرنګه وه.

ملاخېل ډاډ ورکړ، چې تر لومړي پړاوه به په دويم پړاو ټاکنو کې امنيت ډاډمن وي او د مېرمنو ونډه به په کې هم ډېره وي.

د امنيه قوماندان په خبره، ښځينه پوليسې به د ښځو لپاره د ټولو محلونو د امنيت ساتلو اوتلاشۍ لپاره وګوماري.

دي وايې، په تېرو ټاکنو کې په پکتيکا کې د رايې ورکولو ټول ۲۶۶ مرکزونه پرانيستې وو او په دويم پړاو ټاکنو کې به هم پرانيستي وي.

په ورته مهال د خوست امنيه قوماندان سمونوال فيض الله غيرت پژواک ته وويل، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د ښې ترسره کېدو لپاره پوره امنيتي چمتووالی لري او په دې برخه کې به د حکومت د وسله والو مخالفينو د ټولو فعاليتونو مخنيوی وکړي.

نوموړي وويل، د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو لپاره يې د ښې زمينې برابرولو په موخه د تېرې يوې اونۍ راهيسې پراخ عمليات پيل کړي، څو ځيني شته خنډونه له مخې لرې کړي.

د خوست د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس محمد شفيق وفا پژواک ته وويل، په تېرو ټاکنو کې د خوست په مرکز او ولسواليو کې د رايې اچونې ۱۸۶مرکزونه پرانيستل شوي وواو په دويم دور ټاکنو لپاره يې شمېر نه زياتوي.

خو د لوګر اوسېدونکي بيا وايي، په دغه ولايت کې تړلي رايې مرکزونه دې نورو سيمو ته انتقال شي.

په تېرو ټاکنو کې د دغه ولايت د ۸۳ ټاکنيزو مرکزونو له ډلې په څرخ، برکي برک، خروار، ازرې او خوښي کې ۱۸ مرکزونه د امنيو له امله تړلي وو.

د پل علم اړوند د “پورک” کلي اوسېدونکي حاجي محمد صديق پژواک ته وويل، چې ټاکنيز مرکز يې له کلي پنځه کيلومتره لري جوړ شوى و او نور په هغو سيمو کې وو چې ناامنې دي.

دى وايي، په دويم پړاو کې بايد دغه مرکزونه امنو سيمو ته انتقال شي.

د ازرې ولسوالۍ ببرو سيمې اوسېدونکي بسم الله پژواک ته وويل: ((په تېرو ټاکنو کې مو حق تر پېښو لاندې شو، په ناامنو سيمو کې يې راته د رايې اچونې مرکزونه جوړ کړي دي.))

د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون رييس ډاکټر نعمت الله وردګ پژواک ته وويل: ((د امنيتي سرتېرو په مټ به ټول ۸۳ مرکزونه خلاص وساتو څو خلک له ټاکنو بې برخې نه شي.))

کورنيو چارو وزارت هم اعلان کړى، چې د دويم پړاو ټاکنو لپاره پوره چمتووالى لري او ټولو ټاکنيزو حوزو ته به ټاکنيز توکي پر خپل وخت ورسوي.

ټاکل شوې دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤ مه ترسره شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version