ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې وسله وال له خلکو عشر ټولوي

19 May 2014 - 14:46
19 May 2014 - 14:46

جلال اباد (پژواک ٢٩ غويى ٩٣): د ننګرهار د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې وسله والو مخالفين د غنمو د لو له پيلېدو سره سم ترې د عشر غوښتنه کړې ده.

دوى وايي چې وسله والو مخالفينو په دې موخه د کليو په جوماتونو کې د غنمو تشې بوجۍ پرېيښي او له کليوالو يې غوښتي چې له غنمو يې ډکې کړي.

د بټي کوټ ولسوالۍ د سې پاىو اوسېدونکى سيد الرحيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى جومات ته وسله والو مخالفينو لس د غنمو اوه منۍ تشې بوجۍ ور وړې او له غوښتنه يې کړې چې د عشر له غنمو يې ډکې کړي.

نوموړي زياته کړه: ((اوس نو خلک اړ دي چې د عشر غنم که وي او که نه خو بايد يې وريې کړي.))

دى زياتوي چې د بټي کوټ ولسوالۍ په يو شمېر لرو پرتو سيمو چهاردهي، مشواڼي، لاچپور، انبارخانې او يو شمېر نورو سيمو کې وسله والو له خلکو عشر ټول کړى دى.

اسلام ګل چې د په درېيم فارم کې يې دولتي ځمکه په اجاره نيولې او غنم يې په کې کرلي پژواک اژانس ته وويل چې مخکې له مخکې وسله والو ورته خبر ورکړى و، چې د عشر غنم او يا هم د غنو قيمت به دوى ته ورکوي.

هغه زياته کړه: ((زه اړ يم چې غنم ورکړم، که نه وي دلته ترې يوه شپه هم نه شم کولى.))

د اچين ولسوالۍ اوسېدونکى خيال زمان هم وايي چې د دوى د ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې وسله والو د عشر غوښتنه کړې ده.

د نوموړي په وينا، په هغو سيمو کې چې کوکنار کرل شوي وسله والو د ترياکو عشر اخيستى او يا يې هم په بدل کې قيمت اخيستى دى.

ده زياته کړه: ((يواځې اچين نه بلکې په نازيانو، سپين غر او نورو ولسواليو کې د عشر غوښتنه شوې ده.))

د ګوشتې ولسوالۍ د دوار خېلو اوسېدونکي لال زر مومند پژواک اژانس ته وويل چې د دوى د ولسوالۍ په ډېرو کمو کلو کې وسله والو له بزګرو عشر غوښتى.

ده زياته کړه: ((څو ورځې وړاندې هم يو شمېر وسله وال د عشر غوښتنې لپاره راغلي وو، خو چې بېرته تلل کومانډو ځواکونو په بريد کې ووژل شول.))

لال زر وويل چې په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې وسله والو له بزګرو څخه عشر او يا هم پيسې اخيستې دي.

د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکى يونس هم وايي چې وسله والو د دې ولسوالۍ په پنځه کيلومترۍ کې له بزګرو د عشر غوښتنه کړې ده.

دى وايي چې د کلي هر جومات ته وسله والو د غنمو بوجۍ وړي او کليوالو ته يې ويلي چې بايد يادې بوجۍ ډکې کړي.

يونس زياتوي: ((وسله وال په ښکاره ډول عشر غواړي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې خو يې لا ټول کړى هم دى.))

د نوموړي په وينا، که د سيمې بزګر وسله والو ته عشر ورنه کړي نو ښايي ژوند يې په ياده ولسوالۍ کې سخت شي.

د چارو شنونکى محمدانور سلطاني وايي چې وسله وال مخالفين اوس د عشر له لارې غواړي ځان پياوړى کړي.

د نوموړي په وينا، حکومت بايد د يادې کړنې مخه ونيسي او که چېرې مخنيوى يې ونه شي نو وسله وال به يو ځل بيا را پياوړي شي.

هغه زياته کړه: ((وسله وال په سيمه کې ځان حاکم بولي او هغوى چې په سيمه کې څه کوي کولى يې شي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى هم تاييدوي چې د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې وسله والو مخالفينو د عشر غوښتنه کړې ده.

نوموړي وويل: ((کومې سيمې چې د حکومت له کنټروله وتې دي، هلته وسله وال په فصلونو کې خپله برخه اخلي.))

دى وايي چې په يو شمېر سيمو کې وسله والو مخالفينو بزګر ګواښلي چې دوى ته يې د کوکنارو د کښت امر کړى خو بزګر غنم کرلي او بايد وسله والو ته د کوکنارو برخه ورکړي.

زمري زياته کړه: ((دا هر څه د ضعيفې رهبرۍ نتيجه ده، اوس بزګر هم ژاړي، زه هم ژاړم او ته هم ژاړې.))

د ولايتي شورا غړي وويل چې د ننګرهار په ګڼ شمېر ولسواليو کې وسله وال له بزګرو د عشر په نوم باج ټولوي، خو حکومت يې مخنيوى نه شي کولى.

د ننګرهار د والي ويانداحمدضياء عبدالزي خبري اژانس ته وويل چې د يو شمېر ولسواليو ولسوالانو ته دا ډول ګونګسې ور رسېدلې خو يادې ادعاوې يواځې تبليغات دي.

نوموړي زياته کړه: ((کېداى شي د شپې له خوا يو شمېر خلک ازار شوي وي، خو د عشر خبره په عملي ډول لا نه ده ليدل شوې.))

ده زياته کړه چې د ولايت مقام اداره په دې برخه کې جدي ده او که چېرې دا ډول اعمال وليدل شي نو ډېر ژر به دوى اقدام وکړي.

خو د ننګرهار ولايت يوه لوړپوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو د ننګرهار په پچير اګام، چپرهار، شېرزاد، حصارک، ګوشتې، لعلپوره، مومندره، بټي کوټ، نازيان، اچين او سپين غر ولسواليو کې له بزګرو عشر غوښتى دى.

سرچينې زياته کړه په هغو سيمو کې چې کوکنار کرل شوي وسله والو په ترياکو کې خپله برخه اخيستې او په کومو سيمو کې چې غنم کرل شوي، په غنمو کې يې خپله برخه اخيستې او يا يې هم اخلي.

بلخوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل چې تر دې مهاله دوى ته په دې اړه کومه اطلاع نه ده رسېدلې او که چېرې دوى خبر شي نو په هېڅ صورت به دا چاره بشپړېدو ته پرې نه ږدي.

نوموړي وويل چې ملي پوليس به په هر حال د يادې چارې مخه نيسي او هېڅ وسله وال ته به د فعاليت او عشر ټولولو اجازه نه ورکوي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د وسله والو مخالفينو نظر هم واخلي، خو ونه توانېد.

خو تر دې مخکې د وسله والو مخالفينو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو، چې دوى له چا په زور څه نه غواړي او که خلک يې په خپله ورکوي، نو دوى يې راټولوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version