ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: د ملا عمر د کورنۍ هېڅ غړى د نظامي کمېسيون مشر نه دى شوى

21 May 2014 - 11:49
21 May 2014 - 11:49

کابل (پژواک ٣١ غويى ٩٣): وسله والو طالبانو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د دوى د مشر ملا عمر د کورنۍ غړى د نظامي کمېسيون مشر ټاکل شوى دى.

څه موده مخکې امنيتي سرچينو خبر ورکړى و، چې د ملا محمد عمر ورور عبدالمنان هوتک د وسله والو طالبانو د نظامي شورا د مشر په توګه وروسته له هغه وټاکل شو چې پخوانى مشر ملا ذاکر خپله دنده پرېښوده.

د وسله والو طالبانو له خوا د غويي په ٣١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يادې اوازې بې اساسه دي او دوى يې ردوي.

سرچينې زياته کړې، د طالبانو د مشر د کورنۍ هېڅ کوم غړی د دوى په تشکيلاتو کې کومه رسمي دنده  نه لري او نه هم کوم يو د نظامي کمېسيون د مشر په توګه غوره شوی دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، کله چې د طالبانو په ليکو کې بدلون راځي، نو دوى يې په ډاګه اعلانوي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version