د جوزجان د پوليسو د کشف امر ووژل شو
کابل (پژواک ٢ غبرګولى ٩٣): د جوزجان امنيتي مسوولين وايي، چې د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د کشف امر له يو بل تن سره د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى دى.
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال عبدالمنان رووفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د کشف امر څارمن عبداللطيف اسحاق زى، نن سهار په شاوخوا لس نيمو بجو د خواجه دوکو ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې ووژل شو.
ده زياته کړه، د پېښې عاملين لا نه دي معلوم، خو سيمې ته د پوليسو ډله تللې او پلټنې يې پيل کړې دي.
د هغه په وينا، عبداللطيف اسحاق زي په دې وروستيو کې په جوزجان کې د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه هلې ځلې ډېرې کړې وې.
خو د جوزجان د عامې روغتيا رييس ډاکټر فريدون وايي، چې له څارمن اسحاق زي سره يو بل تن چې ډاکټر دى، هم وژل شوى دى.
دى زياتوي، د ياد ډاکټر جسد دوى ته را لېږدول شوى، خو هويت يې لا نه دى معلوم.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په ياده سيمه کې يې د يوې نښتې په ترڅ کې دوه پوليس وژلي دى.
د ده په خبره، په دې نښته کې د دوى يو ملګرى هم وژل شوى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن