شبرغان (پژواک ٢٦ کب ٩١): په جوزجان ولايت کې له يوې ښځې سر پرې شوى او د وژنې په تور يې پوليسو خاوند نيولى دى.
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د کشف امر سمونمل عبداللطيف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ٤٠کلنه مېرمن، تېره شپه د جوزجان د مرکز شبرغان ښار په يوه کور کې وژل شوې ده.
ده زياته کړه، له دې مېرمن خپل ٤٥کلن خاوند د چاقو په وسيله سر پرې کړى دى.
د جنايي جرمونو د کشف امر په وينا، پوليسو د هغې خاوند نيولى او اعتراف يې کړى، چې خپله مېرمن يې د اخلاقي فساد او نافرمانۍ له امله وژلې ده.
سمونمل عبداللطيف وايي، د دغو اعترافاتو پر بنسټ، ياده شوې مېرمن تېره شپه ناوخته کور ته ورغلې ده؛ کله چې ترې خاوند د ناوخته ورتلو پوښتنه کړې، نو هغې سرغړونه کړې، هماغه ده چې خاوند يې په چاقو سر ترې پرې کړى دى.
پوليس زياته کړه، له دغې ښځې، چې د قوش تپې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده، يو نهه کلن زوى او يوه ١٥ کلنه لور پاتې ده.
د جوزجان ولايتي روغتون مشر ډاکټر ميرويس اميني وويل، د يادې ښځې مړى روغتون ته لېږدول شوى او سر يې په بشپړه توګه له تنې جلا دى.
هغه زياته کړه، د ښځې په کيڼه سترګه د چاقو ټپ هم ليدل کېږي.
د جوزجان د ښځو چارو مشرې نجيبې قريشي دغه وژنه په کلکه وغندله او قاتل ته يې د اشد مجازات غوښتنه وکړه.
هغې پژواک ته وويل، د وژنې علت ښايي کورنى تاوتريخوالى وي؛ خو خاوند يې د دې لپاره چې ځان بې ګناه وښيي، خپله ښځه پر اخلاقي فساد تورنوي.
مېرمن قريشي د دې ډول وژنو لامل د کورنيو د معلوماتو د کچې ټيټوالى ښيي او زياته يې کړه، چې دوى سږ کال ١٥٠٠ کورنيو ته په دې اړه د عامه پوهاوي په برخه کې د زده کړو پروګرامونه په لاره اچولي ، ترڅو د تاوتريخوالو کچه راټيټه شي.
د ښځو چارو د مشرې په وينا، سږ کال يې د شپږو ښځو د وژنې پېښو په ګډون د تاوتريخوالي ٩٦ پېښې ثبت کړي؛ په داسې حال کې چې تېر کال د وژنو د څلورو پېښو په ګډون ٧٥ پېښې ثبت شوې وې.
هغې نور تاوتريخوالي ځان وژنه، وهل ټکول، سپکاوى، له کوره تېښته او اجباري ودونه وبلل.
د افغانستان د بشري حقوقو له خپلواک کمېسيون سره د ثبت شوو شمېرو له مخې، سږ کال د ټول هېواد په کچه د ښځو او نجونو پر وړاندې ٤٥٠٠ پېښې ثبت شوي، چې ٧٥سلنه د وژنې او ٤٠ سلنه يې د جنسي تېري پېښې دي؛ دا په داسې حال کې چې تېر کال له دغه کمېسيون سره شاوخوا درې زره پېښې ثبت شوې وې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن