ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې پر يوه ماشوم جنسي تېرى شوى

3 Jun 2014 - 13:45
3 Jun 2014 - 13:45

کندوز (پژواک ١٣ مرغومى ٩٣): په کندوز ولايت کې پر يوه ماشوم جنسي تېرى شوى  او  يو سوداګر له تښتونکو ژغورل شوى دى.

د کندوز امنيه قوماندان پاسوال غلام مصطفى محسني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه په خان اباد ولسوالۍ کې رامنځته شوې او يوتن د ياد جنسي تېري په شک نيول شوى دى.

هغه زياته کړه، چې شکمن ٣٢ کلن دى او تر نيول کېدو وروسته اړوند ارګانونو ته سپارل شوى دى.

دغه ١٣ کلن ماشوم وايي: ((تېره ورځ د خپل کور په دروازه کې ولاړ وم، يو کس راغى خوله او پزه يې را وتړل او درمندونو ته نږدې يې په يوه کډي کې ناوړه کار راسره وکړ.))

نوموړى، چې د ښوونځي زده کوونکى دى، له قضايي ارګانونو غواړي، چې تېري کوونکي ته سخته سزا ورکړي، څو نور څوک پر ماشومانو د تېري جرئت ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت د قدرت په نوم يو ١٣ کلن هلک، چې د ديني مدرسې طالب و، په کندوز ښار کې تر تښتولو وروسته ووژل شو، خو کورنۍ او خپلوانو يې ګواښ کړى و، چې که دولت يې وژونکي بندي او مجازات نه کړي، نو د لاريون په کولو سره به لارې وتړي.

په يوه بله پېښه کې بيا به کندوز کې يو سوداګر د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوى دى.

پوليس وايي، چې د نورمحمد په نوم يو سوداګر، چې په تخار ولايت کې په دکاندارۍ بوخت و، تېر ماښام د را ستنېدو پر مهال د خان اباد ولسوالۍ پر لاره د ناپېژانده وسله والو له خوا وتښتول شو.

د کندوز امنيه قوماندان وويل، چې پوليسو دغه سوداګر د خان اباد ولسوالۍ په ادم خېل کلي کې د تښتوونکو له منګولو ژغورلى دى.

هغه زياته کړه، چې د برمته ګرو مشر انار، چې په فيض الله مشهور و، بالفعل نيول شوى او نور ملګري يې له سيمې تښتېدلي دي.

دغه سوداګر له پوليسو د مننې څرګندولو ترڅنګ وويل، په هغې موده کې چې په يوه کور کې بندي و، په هېڅ ډول نه دى شکنجه شوى او احتمال لري، چې د پيسو د ترلاسه کولو په موخه دې تښتول شوى وي.

د ويلو ده، چې تېره مياشت د تاج محمد په نوم يو ملي سوداګر د کندوز په مرکز کې د ناپېژاندو وسله ولو له خوا برمته شو او وروسته يې مړى ترلاسه شو.

ورپسې د سوداګر د خپلوانو په ګډون په سلګونو کسانو لاريون وکړ او د وژونکو د نيولو غوښتنه يې کوله.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version