کابل (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٣): ولسي جرګې د ولسمشرۍ پر نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله پرونى بريد په کلکه وغانده او د کورني امنيت کمېسيون ته يې دنده ورکړه چې له امنيتي ارګانونو سره په ګډه دغه بريد وڅېړي.
تېره ورځ په کابل ښار کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د موټرو پر کاروان بمي چاودنه او ځانمرګى بريد وشو.
ډاکټر عبدالله له دغه بريده روغ ووت خو له امله يې د عبدالله د دريو ساتونکو په ګډون شپږ تنه ووژل شول او ٢٢ عام وګړي ټپيان شول.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي ياد بريد په کلکه وغانده او ويې ويل: “دغه بريد پر عبدالله نه، بلکې پر ملت شوى دى. که پر عبدالله څه شوی وای نو مجبور و چې بيا مو ټاکنې کړې واى.”
د اساسي قانون په ٦١مه ماده کې راغلي: “که چېرې د جمهوري رياست يو کانديد د رايې ورکونې د لومړي يا دويم پړاو په جريان او يا د ټاکنو د پايلو له اعلان مخکې مړ شي، نوې ټاکنې د قانون له حکمونو سره سم ترسره کېږي.”
دا براهيمي په وينا، د تېرې ورځې بريد وښوده چې د افغان دولت وسله وال مخالفين نه غواړي په افغانستان کې ټاکنې وشي.
هغه د جرګې د کورني امنيت کمېسيون ته دنده ورکړه، چې له امنيتي ارګانونو سره په ګډه ياده پېښه وڅېړي او پايلې يې د جرګې د رييسانو له کمېټې سره شريکې کړي.
د ولسي جرګې يو شمېر نورو غړو هم پر عبدالله ياد بريد پر سختو ټکو وغانده او دا يې د هېواد د دښمنانو کار وباله.
په ياده جرګه کې د غور استازي سيدنادر شاه بحر وايي، چې امنيتي ارګانونه بايد د ولسمشرۍ د کانديدانو لپاره کلک امنيتي تدابير ونيسي.
هغه زياته کړه: ((دا دوه کسان د افغانستان ملي شخصيتونه دي او که پر دوى څه وشي نو ټاکنې به منتفي شي او هېواد به يو ځل بيا له ګڼو ستونزو سره مخ شي.))
بحر وايي، چې د تېرې ورځې بريد په اړه بايد امنيتي چارواکي کره څېړنه وکړي او په اړه يې جرګې ته معلومات ورکړي.
دغه راز د جرګې مشر له ولسمشره غوښتنه وکړه، چې د ملي امنيت رياست لپاره يو وړ کس جرګې ته د باور رايې اخيستنې په موخه معرفي کړي، تر څو د هېواد د امنيت په ټينګښت کې مسوولانه چارې ترسره کړي.
د ملي امنيت مشر اسدالله خالد په ١٣٩١کال د ليندۍ په مياشت کې د يوه ځانمرګې بريد له امله ټپي شو او تر اوسه يې پر ځاى بل کس ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستنې په موخه نه دى معرفي شوى.
دا مهال رحمت الله نبيل د ملي امنيت د سرپرست په توګه کار کوي.
د اساسي قانون په ٦٤مه ماده کې راغلي، چې د افغانستان بانک، لوى څارنوال، سرې مياشتې او د ملي امنيت مشران د ولسمشر پر وړانديز او د ولسي جرګې په تاييد ټاکل کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن