کابل (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٣): د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم باندې د پرون ورځې د بريد په پايله کې د ١٢ کسانو د وژل کېدو او څلوېښتو تنو نورو پر ټپي کېدو سربېره، د سيمې خلکو او هټيوالو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وژل کسانو کې ٧ ملکي او ٥ پوځيان شامل دي، چې له دې ډلې يې درې د ډاکټر عبدالله ساتونکي، يو ترافيک او يو د ملي اردو سرتېرى دى.
نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې ٣٩ ملکي وګړي او د ملي اردو يو سرتېرى ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امنيتي چارواکو، پرون د کابل ښار په ميرويس ميدان سيمه کې په دغه ټيم باندې د بريد په پايله کې، د شپږو کسانو له وژل کېدو او ٢٢ نورو له ټپي کيدو خبر ورکړى و.
ډاکټر عبدالله عبدالله له دغه بريده روغ وتلى، خو په دې پېښه کې د راپورونو له مخې، د عبدالله عبدالله د درېيو ساتونکو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان دي.
يو شمېر عيني شاهدانو ويلي، چې پرونى بريد د دوو ځانمرګو بريدګرو له لوري تر سره شوى دى.
د هغوى په وينا، يو ځانمرګى پلى روان و او بل يې د سراچې ډوله موټر په وسيله چاودنه وکړه.
په دغه بريد کې د يادې سيمې اوسېدونکو او هټيوالو ته هم درانه مالي زيانونه اوښتي، چې د سيمې د شاوخوا دفترونو او دوکانونو ښيښې ماتې شوې او د دوکانونو ځينې توکي هم له منځه تللي دي.
د اريانا کابل هوټل مشر محمدسجاد وويل، چې د دغې پېښې له امله ورته شاوخوا پنځه ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د سلګونو دوکانونو او اريانا هوټل ښيښې ماتې شوې او همدارنګه د هوټل د ځينو برخو مسطح هم له منځه تللې ده.
د پېښې سيمې ته نږدې د خراسان مارکېټ څښتن خان محمد زمري، پژواک ته وويل چې په دغه پېښه کې د ياد مارکيټ يو دوکاندار هم ټپي شوى او دغه مارکيټ ته په ټوليز ډول شاوخوا څلور ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.
د خراسان مارکېټ يوه دوکاندار شاهرخ وويل، چې په دې پېښه کې يې د دوکان دننه توکي خراب شوي او له دوو ميليونو افغانيو څخه ډېر زيان ورته اوښتى دى.
همدارنګه هغه زياته کړه: “په دې پېښه کې زموږ دوه کرولا موټر هم، چې هر يوه يې اووه زره امريکايي ډالره ارزښت درلود، له منځه تللي دي.”
د ډبرو د پلورلو يوه دوکاندار فضل، چې د دوکان مخې ته يې چاودنه شوې، وايي چې په ياده پېښه کې ورته پنځوس زره افغانۍ زيان اوښتى دى.
د يادې پېښې يو شمېر زيانمنو له دولت څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
د دغه بريد مسووليت تر دې مهاله کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن