ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کمپاين په وروستۍ ورځ له کانديدانو پراخې ملاتړ غونډې وشوې

11 Jun 2014 - 18:19
11 Jun 2014 - 18:19

کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٣): د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د کمپاينونو په وروستۍ ورځ په بېلابېلو ولايتونو کې د دواړو مخکښو کانديدانو په ملاتړ پراخه غونډې ترسره شوې.

دغه ټاکنې چې ټاکل شوې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شي، د را روانې شپې په ١٢بجو يې کمپايني چارې پاى ته رسېږي.

د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ يوه لويه غونډه د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ جوړه شوې وه، چې په کې سلګونو کسانو برخه اخيستې وه.

د غونډې ګډونوالو په يوه خوله له ډاکتر عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

فضل هادي مسلم يار وويل چې که ډاکتر عبدالله عبدالله بريالى شي نو هېواد به پر اقتصادي برخې سربېره په نورو برخو کې هم پرمختګونه وکړي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د مومندو شورا زرګونو قومي مشرانو، ځوانانو، ديني علماوو او يو شمېر نورو غړو برخه اخيستې وه او له ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه يې خپل ملاتړ څرګند کړ.

دوى په يوه خوله ډاکتر اشرف غني احمدزى د هېواد د راتلونکي لپاره يو وړ نوماند وباله او زياته يې کړه چې په خپلو رايو به ډاکتر غني د ارګ پر دروازه ننباسي.

د کونړ ولايت په مرکز او يو شمېر ولسواليو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني په ملاتړ بېلابېلې غونډې جوړې شوې.

د ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې سلګونه خلکو د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه وکړه چې په کې ديني عالمانو، قـــومي مـــشرانو، جــــهادي قوماندانانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.‌

جهادي قوماندان حاجي جانداد خان خپلو پلويانو ته وويل چې خپلې رايې ډاکټر اشرف غني ته وکاروي، څو د هېواد راتلونکى روښانه شي.

دغه راز د ولايت د مرکز اسعداباد د نواباد په سيمه کې هم د يوې غونډې په ترڅ کې سلګونو کسانو له ډاکټر اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دغه راز د دغه ولايت د څوکۍ ولسوالۍ قومي مشرانو، ځوانانو او ديني عالمانو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې له ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړ.

همداراز په مروره ولسوالۍ کې د ماموند قوم مشرانو خپل ملاتړ له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه اعلان کړ او ژمنه يې وکړه چې دوی به د اشرف غني د بريا لپاره کار کوي.

بل پلو د دغه ولايت په اسمار ولسوالۍ کې د ولسي جرګې غړي حاجي سخي مشواڼي په مشرۍ ولسي خلکو د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه جوړه کړې وه چې په کې لسګونو قومي مشرانو او ديني عالمانو برخه اخيستې وه.

دغه راز په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ولسي جرګې غړي صالح محمد صالح په مشرۍ د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د درېو سوو په شاوخوا کې کسانو برخه اخيستې وه.

د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ولسي جرګي غړي مولوي شهزاده شاهد په مشرۍ غونډه جوړه شوې وه، چې په کې له ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان شو.

بلخوا له پرون راهيسې د ننګرهار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او مرکز کې د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ غونډې وشوې.

پرون په ننګرهار کې د بېلابېلو اتو غونډو پر مهال زرګونو ننګرهاريانو د ولسمشرۍ له نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د کامې ولسوالۍ په زرګونو خلکو د يوې غونډې په ترڅ کې له ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ څرګند کړى او نوموړى يې د ولسمشرۍ لپاره يو وړ نوماند بللى دى.

همداراز د يوې بلې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار د بېلابېلو سيمو ديني عالمانو، د مدرسو استادانو او زده کوونکو د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.

همداراز د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې هم سلګونو اوسېدونکو او د ننګرهار ولايت د بابريانو قوم هم د يوې سترې غونډې په ترڅ کې له ډاکتر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

همداراز د ښېوې سلګونو قومي مشرانو او ځوانانو د يوې غونډې په ترڅ کې ډاکتر غني د راتلونکو ټاکنو لپاره وړ نوماند بللى او پر نورو هېوادوالو يې هم غږ وکړ چې نوموړي ته دې رايه ورکړي.

له بلې خوانن ناوخته په کابل ښار ډاکټر اشرف غني احمدزي نن ماخوستن په يوه پراخه غونډه کې برخه واخيسته، چې سلګونو کسانو په کې ګډون کړى وو.

په دې ناسته کې له اشرف غني څخه يو شمېر کسانو د افغانستان او راتلونکي حکومت په اړه پوښتنې کولې، چې د هغه له لوري ورته ځوابونه ورکول کېدل.

د يوه بل خبر له مخې، پرون مازديګر ناوخته په جلال اباد ښار کې د امير شهيد بڼ په لوبغالي کې د بدلون او دوام تر سرليک لاندې پيل شوې د کرکټ سيالۍ پاى ته ورسېدې.

په دې سترې پاى غونډه کې چې زرګونو خلکو په کې ګډون کړى و، د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهر قدير پر خلکو باندې غږ وکړ چې ډاکتر اشرف غني ته دې رايه ورکړي او د بريالي کېدو په صورت کې يواځې ډاکتر غني کولى شي چې هېواد ته له موجوده ستونزو نجات ورکړي.

دغه راز نن په لوګر ولايت کې د دوو جلا جلا غونډو په ترڅ کې سلګونو کسانو د ولسمشرۍ د له کانديد ډاکټر اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د اروزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې د ډاکتر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه وشوه، چې په کې لسګونو کسانو برخه اخيستې وه.

دغه راز نن ناوخته په کابل ښار کې د فعالو ځوانانو انجمن او د سيد محمد علي جاوېد په مشرۍ د حرکت اسلامي افغانستان ګوند ځوانانو له ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ وکړ.

ټاکل شوې د ولسمشر ۍدويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه (د شنبې ورځ) ترسره شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version