هرات(پژواک،٢٤ غبرګولي٩٣): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې وسله والو طالبانو په هرات ولايت کې د١١ تنو رايې ورکوونکو ګوتې پرېکړې دي.
د دغه وزارت امنيتي مرستيال سترپاسوال محمد ايوب سالنګي د غبرګولي ٢٤مه په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي،چې وسله والو ددې کسانو ګوتې په داسې حال کې پرېکړې ، چې د رايو په رنګ وې.
هغه د دې پېښې د څرنګوالي په اړه ډېر څه نه دي ويلي.
د هرات ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک ته ويلي ، چې دا پېښه نن په کشت کهنه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
دغه سرچينه وايي، چې طالبانو لومړى دا کسان تښتولي وو او وروسته يې ترې ګوتې پرېکړې دي.
په ورته مهال د دې ولايت والي سيد فضل الله وحيدي پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه، چې د دې ولايت ١٦ تنه اوسېدونکي وسله والو تښتولي دي.
خو والي په دې تړاو څه ونه ويل، چې د هغوى ګوتې دې پرې شوې وي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن