ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله د امرخېل د دندې ځنډولو غوښتنه وکړه

15 Jun 2014 - 11:21
15 Jun 2014 - 11:21

کابل (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٣):د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله په ټاکنوکې د روڼتيا او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء د رييس د دندې ځنډولو غوښتنه وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارلانشاء رييس ضياء الحق امرخېل د ټاکنو په ورځ هغه مهال چې غوښتل يې ټاکنيز توکي د کابل ښار ٢١مې ناحيې او سروبي ولسوالۍ ته ولېږدوي، د کابل د امنيه قوماندان له خوا يې مخنيوى وشواو په ټاکنو کې يې پر تقلب تورن کړ.

امرخېل پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او وايي،  ټاکل شوې وه دغه توکي هغو څو ټاکنيزو مرکزونو ته ولېږدول شي، چې د راى پاڼو له کمښت سره مخ وو، خو د پوليسو له ممانعت سره مخ شول.

نوموړي د پوليسو دغه کړنه د ټاکنو خپلواک کميسيون د خپلواکۍ پر وړاندې بې احترامي او په ټاکنو کې لاسوهنه وګڼله.

خو د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله  په يوه خبري غونډه کې د امرخېل د دندې ځنډولو او د دې موضوع د جدي څېړنې غوښتنه وکړه.

هغه وويل: ((هېڅ اعتماد نه دى پاتې، چې موږ د چا په خبره او ژمنه اعتماد وکړو.))

د ولسمشرۍ دغه نوماندان اعلان وکړ، چې د ټاکنو په دويم پړاو کې د څه باندې اوه ميليونه کسانو ګډون د پوښتنې وړ دى او زياته يې کړه، چې د لومړي پړاو په پرتله په دويم پړاو کې د خلکو ګډون کم و او دى د هغو ولايتونو پايلې نه مني، چې د  شرايطو وړ کسانو ګډون په کې اوچت دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنيو چارو وزير له امرخېل سره د پوليسو چلند يو ناسم پوهاوى بللى او تېره ورځ يې يو ګډ پلاوى وګوماره، چې دغه ناسم پوهاوى وڅېړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version