ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني ټولنه: اصلاحاتو او همپالنې ټيم دې بېرته له ټاکنيزې پروسې سره يو ځاى شي

22 Jun 2014 - 17:37
22 Jun 2014 - 17:37

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٣): د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونو شبکه وايي، چې ټاکنيزې ناندرۍ د ملي يووالي د زيانمنېدو لامل شوې او ټاکنيز شکايتونه بايد د ټاکنيزو ټيمونو د اعتماد او قناعت حاصلولو لپاره موثر ګامونه اوچت کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنې د غبرګولي مياشتې په ٢٤مه نېټه ترسره شوې، خو د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټيم پر تقلب تورن کړ او ويې ويل، چې د ټاکنيزو کمېسيونونو کار ورته د منلو وړ نه دى او د دې ترڅنګ يې ادعا وکړه، چې ولسمشر هم خپل ناپېيلتوب نه دى ساتلى.

خو کمېسيونونه خپل کار ته دوام ورکوي او ولسمشرۍ رياست هم هغه خبرې رد کړې، چې ګني ولسمشر په ټاکنو کې له يوه ځانګړي نوماند څخه ملاتړ کوي.

همدارنګه تېره ورځ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم غړو په کابل او ځينو ولايتونو کې مدني حرکتونو لکه تحصن، د خېمو وهلو او لاريونونو ته دوام ورکړى دى.

د مدني بنسټونو شبکې غړي سيد ناصر موسوي نن په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، چې په ټاکنو کې تقلب، سرغړونې او شکايتونه د جبهو نيولو، اقتصادي ستونزو، د سياسي ثبات نشتوالي او ملي يووالي د له منځه تللو لامل ګرځېدلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ولسمشرۍ له دويم پړاو ټاکنو (د غبرګولي ٢٤مه) څخه وروسته د لومړنيو خوراکي توکو بيې د تېر په پرتله لوړې شوې دي.

نوموړي ملي ګټې تر ټاکنيزو ټکټونو څخه اوچتې وبللې او زياته يې کړه :((بايد د اصلاحاتو او همپالنې ټيم لږ تر لږه د اصلاحاتو لپاره پر خپلو غوښتنو بسنه وکړي.))

د مدني ټولنې دغه فعال له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وکړه، چې د تېر په څېر د ټاکنو له بهير په څانګړي ډول د رايې شمېرنې له بهير څخه او ټاکنيزو شکايتونو له څېړنې څخه څارنه وکړي او د نوماندانو د باور تر لاسه کولو هڅه وکړي.

په اعلاميه کې د ټاکنو خپلواک له کمېسيون څخه غوښتنه شوې، چې د تقلب او درغليو له دوسيو سره په عادلانه ډول چلند وکړي او د خپلې بې طرفۍ په ساتلو کې خپل ملي مسووليتونه په خپلواک ډول ترسره کړي.

دې شبکې له ولسمشر کرزي، د هغه له مرستيالانو او ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې په هېواد کې د بحران او بې ثباتۍ د مخنيوي لپاره په ځانګړي ډول د ولسمشرۍ د دوو نوماندانو او ټاکنو کمېسيون ترمنځ د جدي ننګونو په اړه خپلې هڅې زياتې کړي او پروسه خپلې موخې ته ورسوي.

په خبرپاڼه کې د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم څخه غوښتنه شوې، چې بېرته دې ټاکنيزې پروسې ته ور ګډ شي او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه هم غوښتنه شوې، چې د احتمالي ټاکنيز بحران د مخنيوي لپاره د ډاکټر عبدالله ټيم ته قناعت ورکوونکي ځوابونه وايي او د ټاکنو پروسه او ولسي حماسه له يوه فرده قربان نه کړي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version