ښرنه ( پژواک، ٧ چنګاښ ٩٣ ) : د پکتيکا په سرروضه ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې دوه پوليس او دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ددې ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل دچنګاښ په ۷ مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر ګزمې بريد کړى و.
هغه زياته کړه، چې تر دې بريد وروسته نښته رامنځته شوې وه، چې په ترڅ کې يې دوه پوليس او ديوه قوماندان په ګډون دوه وسله وال طالبان ووژل شول.
دى وايي چې وژل شوى طالب قوماندان سميع الله نومېده او په عمري مشهور و.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد دعوه کړې، چې په نښته کې يې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن