پل علم (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٣): د لوګر د ښځو چارو رييسه وايي چې په دغه ولايت کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ٨٠ سلنه کمې شوې دي.
د لوګر د ښځو چارو رييسه شيما زرګر له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې سږ کال يې تر اوسه پنځه د تاوتريخوالي پېښې ثبت کړې، چې د تېرو کلونو په پرتله ډېر کموالى ښيي.
زرګر زياته کړه، دا پنځه پېښې يوازې د کورني تاوتريخوالي او وهلو ټکولو وې، چې ځينې يې د کورنيو او ځينې نورې د قومي شوراګانو په منځګړيتوب حل شوې دي.
د نوموړې په خبره، تېر کال په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي تر سلو ډېرې پېښې ثبت شوې وې.
د ښځو چارو رييسه وايي، چې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د کمېدو لامل ښه عامه پوهاوى او په ولسواليو کې د ښځو لپاره شوراګانې جوړول دي.
هغې زياته کړه، چې په لوګر کې د دولتي کارکوونکو له لوري له ښځينه مراجعينو سره چلند ډېر ښه شوى او تر اوسه ورته په دې اړه هېڅ شکايت نه دى رسېدلى.
نوموړې وويل، چې له خروار ولسوالۍ پرته د دغه ولايت په نور ټولو ولسواليو کې نجونې ښوونځيو ته ځي او د زده کړې زمينه ورته برابره ده.
د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې تر پخوا ډېرو نجونو زده کړو ته مخه کړې ده.
د ياد رياست وياند شاپور عرب پژواک ته وويل، چې اوس په لوګر کې له ټولو ١٥٠زره زده کوونکو ٤٩ زره يې نجونې دي، چې دا شمېر د تېر په پرتله ډېر دى.
بلخوا په لوګر ولايت کې د″لوګر د ښځو ټولنې″ يوې غړې ليلما پژواک ته وويل، چې د پخوا په پرتله سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې شوې دي.
هغې وويل، چې ټولنه يې د ښځو حقونو لپاره عامه پوهاوى کوي او په بېلابېلو برخو کې ورسره مرستې او د زده کړو زمينې برابروي.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن